اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن په سوشل ميډيا فېك نيوز لويې چېلنج دے٬د پاكستان ميډيا ډوېلپمنټ اتھارټي مجوزه بل كښې د فېك نيوز او د ميډيا وركرز حقونو نه ځانله كوم هم بدلون كولو له چمتو يؤ٬ حكومت د ميډيا په آزادۍ بشپړه باور لري٬ د پاكستان تحريك انصاف هغه يوازيني حكومت دے كوم چې د ميډيا وركرز حقونو تحفظ له ګام پورته كړو٬ د پي اېم ډي اے په اړه تحفظات به لرې كړې شي٬ حكومت له به ميډيا وركرز سره ودرېدل وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د راولپنډی اسلام آباد یونین آف جرنلسټس پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل ميډيا ډيل كوؤنكي ټول قوانين د ډيجيټل ميډيا بدلون نه وړاندے تيار شوي۔ د پېمرا قانون كال 2002ء كښې هغه وخت جوړ شو كله چې ډيجيټل ميډيا موجود نه وه۔ هغه ووئيل اووه رېګولېټري باډيز ميډيا ادارې چلوي په كومو كښې چې پېمرا، پرېس کونسل آف پاکستان، پاکستان ټیلی کام اتھارټی، سېنټرل بورډ آف فلمز سېنسرز، پرېس رجسټرار آفس، آډټ بېورو آف سرکولېشن او امپلی منټیشن ټربیونل فار نیوز پیپرز ایمپلائیز شامل دے۔ هغه ووئيل په سوشل ميډيا فېك نيوز يو لوئے چېلنج دے۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ نزدې د 150 اربه ډالره زيان شوے۔ زمونږ 80 زره ځانونه ضائع شوي دي۔ د دې باوجود مونږ د اېف اے ټي اېف په ګرے لسټ كښې يؤ۔ هغه ووئيل د پاكستان ميډيا ډوېلپمنټ اتھارټي مجوزه بل كښې د فېك نيوز او د ميډيا وركرز حقونو نه ځانله كوم هم بدلون له چمتو يؤ۔ هغه ووئيل د پاکستان میډیا ډویلپمنټ اتھارټی جوړولو له مونږ د 5 هېوادونو قوانين لوستې دي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل ميډيا وركرز څخه د فورسډ لېبر په ډول كار اخستے شي او دوئي ته كنټرېكټ قدرې هم وركولې نه شي۔ د ډی اېس اېن جی ډرائیوانو او اېن اېل ايز سره د خپلو مسئلو حل كولو لپاره كومه لاره نشته۔ مونږ ميډيا ادارو ته د 75 كروړه روپۍ ادائيګي كړې ولې د دې باوجود هغه خپل وركرز ته تنخاګانې نه وركوي۔ هغه ووئيل حكومت له به ميډيا سره ودرېدل وي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د خبريالانو خېر ښېګړه باوري كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ د وزیراعظم په نیا پاکستان هاؤسنګ سکیم كښې خبريالانو ته د پلاټ وركولو هڅې روانې دي۔ په دې موقع د آر آئي يو جے پلاوي وفاقي وزير ته د ميډيا وركرز حقونو تحفظ لپاره پورته كېدونكو ګامونو كښې د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔ وفاقی وزیر د پلاوي مسئلې غور سره واورېدلې او د دې د حل كولو ئې باور وركړو۔ د آئي آئي يو جے په پلاوي كښې صدر شکیل احمد، جنرل سېکرېټری صدیق انظر، نائب صدور منیبه افتخار، صدر وېمن جرنلسټس پروټېکشن فورم فرحت فاطمه، رانا رضوان، عثمان خان، جوائنټ سېکریټریز اظهر شریف، عمر جټ، شازیه طاهر، فائنانس سېکریټری ایاز اکبر، اېګزېکټو غړي عثمان مغل، زبېر خان، ناصر عباس، عثمان ملک او سید یاسین هاشمی شامل ؤ
په سوشل ميډيا فېك نيوز لويے چېلنج دے۔ د پاكستان ميډيا ډوېلپمنټ اتھارټي مجوزه بل كښې د فېك نيوز او د ميډيا وركرز حقونو نه ځانله كوم هم بدلون كولو له چمتو يؤ۔ د اطلاعاتو او خپرونو فاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores