اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) زما وزيراعظم جوړېدو سره د اولس يره ختمه شوې او عمران خان سره ملګرې شوې ده٬ په چورلكو ا?? بلټ پروف ګاډو كښې ګرځېدونكو ته دا څه معلومه ده چې اولس سفر څنګه كوي ، كه دوئي سره د بې وزله خلكو احساس وې نو د پشاور موړ نه تر اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس سروس منصوبه به د څلور كالو راهېسې تاخير سره مخ نه وه پاتې شوې٬ كومه منصوبه چې د مړينې حالت سره مخ وه هغه په 5 ورځو كښې بحال كړې شوه٬ د پي ټي آئي په دور كښې دفاعي خرڅونو له هم قرضه واخستې شوه٬ مېټرو بس منصوبه د اسلام آباد او پېوستو سيمو ا??لس لپاره د نواز شريف ډالۍ ده٬ اولس سره به چرته غلط بياني نه كوم ٬ د تركي او چين مننه كوم٬ د كے سي آر منصوبې لپاره د چين مشرتابه ته د مرستې خواست كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پشاور موړ نه تر نيو اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس سروس پرانستې ??ست??رې ته خطاب كښې وكړه۔ په ??ست??ره كښې د اتحادي ګوندونو مشرانو ٬ د مسلم ليګ نون لار??ود?? ٬ د چين ناظم الامور ٬ د تركي سفير او د اړوندو څانګو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ ده و??ئي?? د تركيه صدر طيب اردوان او ترك اولس په هر سخت وخت كښې پاكستان سره څنګ په څنګ ولاړ پاتې شوې دې۔ ده و??ئي?? زمونږ مشرانو ا?? مېندو خوېندو ترك اولس لپاره خپل جائيدادونه او زېور قرباني كړي دي او ترك اولس هم د نيمې اوچې د مسلمانانو وروڼو خوېندو دا قرباني هېره كړې نه ده بلكې دا يۍ ټول عمري ياد ساتلې ده۔ ده و??ئي?? ترك اولس هم ټول عمري پاكستان سره لكه د غر مضبوطه ولاړ پاتې شوې دې ٬ ترك اولس صدر رجب طیب اردوان تل په سخت او د ضرورت په وخت د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده و??ئي?? مونږ د ترك مشرتابه او ا??لس مننه كوؤ۔ وزيراعظم و??ئي?? د بده مرغه د مېټرو بس منصوبه له څلورو كالو څخه تاخير سره مخ پاتې شوه۔ د دې اصل تخمينه 16 اربه روپۍ وه٬ دا منصوبه د اسلام آباد او پېوستو سيمو ا??لس لپاره د نواز شريف ډالۍ وه٬ دا منصوبه په كال 2018 كښې آپرېشنل كېدل وو٬ د بده مرغه د مسلم ليګ نون حكومت بدلېدو سره دا منصوبه لكه د نورو منصوبو په ځائې پرې??ود??ې شوه۔ وزيراعظم و??ئي?? وړاندې به د تنخاګانو ادائيګي او په قرضونو د سود ادائيګۍ نه وروستو د دفاع خرڅونه هم د قومي آمدن څخه ترسره كېدل خو د پي ټي آئي په دور كښې د دفاع خرڅونو لپاره هم تر ډېره حده قرضونه واخستې شؤ۔ ده و??ئي?? په چورلكو ا?? بلټ پروف ګاډو كښې ګرځېدونكو ته دا څه معلومه ده چې اولس سفر څنګه كوي۔ كه دوئي ته د اولس احساس وې نو دا به منصوبه به څلور كاله خو ډېر دي څلور ساعته هم تاخېر سره مخ پاتې شوې نه وه۔ ده و??ئي?? د 16 اربه روپو دا منصوبه څلور كال تاخير سره مخ پاتې شوه ٬ بيا دې كښې بدلون وكړې شو ا?? د دې تخمينه 12 اربه روپۍ كړې شوه٬ په 12 اربه د كال 10 فيصده سود حساب سره يو ارب 20 كروړه روپۍ جوړېږي او د 5 فيصد حساب سره 65، 66 کروړه روپۍ جوړېږي ٬ په دې څلور كلونو كښې دا رقم د دوه نيم اربه نه 4 اربه جوړ شو٬ آيا زمونږ معيشت دا زيان زغملې شي۔ وزيراعظم و??ئي?? فنډز موجود وو خو د كار كولو عزم نه وو٬ د خذمت جذبه نه وه۔ ده و??ئي?? پشاور موړ څخه تر ائيرپورټ د مېټرو منصوبې په اړه پخواني وزيراعظم او وزيرانو هېڅ سوچ نه دې كړې ولې چې د دې نېغ په نېغه ګټه اولس ته رسېده۔ ده و??ئي?? ما د وزارت عظمی منصب سنبالولو سره په دې منصوبه كار پېل كړو ا?? په څلور ورځې كښې مې بشپړ كړو۔ د دې بس د لارې به خلك روزانه سفر كوي او په رمضان كښې به دعاګانې كوي۔ وزيراعظم د سي ډي اے چيئرمېن په شمول د ټولو اړوندو چارواكو مننه وكړه كومو چې شپه او ورځ په دې منصوبه كار وكړو۔ وزيراعظم و??ئي?? د پنجاب ټرانسپورټ اتھارټي نه مو 15 بسونه قرض اخستې دي ٬ كه زړه كښې دړد وي نو بيا لارې رامخې ته كېږي۔ وزیراعظم اعلان وكړو چې په روژه كښې به د مېټرو د مسافرو نه كومه كرايه اخستلې نه شي۔ وزیراعظم و??ئي?? اوس د لوظونو د پاللو وخت راغلې دې ٬ مونږ به شپه او ورځ اولس لپاره هڅې كوؤ۔ ده و??ئي?? اتحادي حكومت زه نمائنده غوره كړې يم ٬ زه به دې رفتار سره كار كوم كوم چې زما عادت دې ٬ دا كه چاته ښه عادت ښكاري او كه بد۔ ده و??ئي?? اوس عمران خان سره يره ملګرې شوې ده د اولس يره ختمه شوې ده۔ وزیراعظم په کراچۍ كښې د پبلک ټرانسپورټ سسټم کے سی آر د كراچۍ اولس لپاره زيات مهم ګرځولو سره د چين سفارت ناظم الامور ته و??ئي?? د دغې منصوبې د لارې به روزانه د زرګونو په شمېر خلك سفر كوي۔ ده و??ئي?? په كال 2016 كښې چې زه چين ته لاړم نو زه د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه سره اېن ډي آر سي ته لاړم او ما د اېن ډي آر سي چيئرمېن ته خواست وكړو چې مونږ سره په كے سي آر منصوبه كښې مرسته وكړي۔ هغه دې لپاره تيار وو خو بيا حكومت بدل شو ا?? څه چې بيا وشو هغه يو تاريخ دې۔ ده چيني ناظم الامور ته و??ئي?? چې د كے سي آر منصوبې په اړه زما خواست دې چينائي مشرتابه ته ورسولې شي۔