اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي) ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي ځوانانو ته د خپل كاروبار پېل كولو لپاره اسانۍ وركړې كېږي٬ د کامياب جوان پروګرام له مخئ ځوانانو ته فني تربيه وركولې شي۔ د دې خَيالاتو څرګندونه ده د شٶرو په ورځ د كامياب جوان پروګرام په اړه غٶنډې ته وكړه۔ ده ووئيل په پروګرام كښې سپېځلتيا باوري كوو٬ ځوانانو ته روزګار وركولو لپاره حكومت په آئي ټي څانګه كار كوي، حكومت د ځوانانو په مشاورت بېلا بېل پروګرامونه وړاندې كوي، د كرونا وباء بحران له امله کامياب جوان پروګرام كښې خنډان رامخئ ته شوي بيا هم حكومت د ځوانانو خېرښګړې لپاره منصوبې روانه ساتلې۔ ده ووئيل دا پروګرام آن لائن ځكه ساتلے شوے چې سپېځلتيا باوري شي
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha