اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي پاكستان تحريك انصاف د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې په دې خبره پوخ باور لري چې د سېنېټ په ټاكنو كښې د هارس ټرېډنګ د خاتمې يوازنے حل اوپن بېلټنګ دے ٬د ووټ تقدس په ځاے ساتلو لپاره د پاكستان الېكشن كمېشن كردار ډېر مهم دے۔د تحريك انصاف ټولې هڅې د سېنېټ په ټاكنو كښې سپيځلتيا لپاره وې۔د زيارت په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په مركز كښې د يوسف رضا ګېلاني په كاميابۍ سختې اندېښنې لرو۔وزيراعظم عمران خان د وړاندې نه په دې لړ كښې ټول خبر كړې يو۔ پي ټي آئي د يوسف رضا ګېلاني د زوي په ضد وېډيو ثبوت لري ۔ده ووئيل كه په هېواد كښې رېښتنے جمهوريت راوستل وي نو مونږ له به په هره څانګه كښې سپيځلتيا باوري كول وي او د پيسو په زور د ټاكنو كوونكو به حوصله ماتول وي۔ده ووئيل ټول هېواد ته معلومه ده چې د سېنېټ په ټاكنو كښې اخستل او خرڅول كېږي۔پي ټي آئي هغه يوازنے سياسي ګوند دے چا چې د كال 2018م سېنېټ ټاكنو كښې د كرپشن په بنياد خپل غړي د ګوند نه ويستلې وو۔ده ووئيل د يوسف رضا ګېلاني په كاميابۍ سختې اندېښنې لرو٬د پي ټي آئي حكومت به د هېواد څخه كرپشن ختمولو لپاره هڅې روانې ساتي
د يوسف رضا ګېلاني په كاميابۍ سختې اندېښنې لرو٬د پي ټي آئي حكومت به د هېواد څخه كرپشن ختمولو لپاره هڅې روانې ساتي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز نجي ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات