اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزير مملكت فرخ حبيب سره د راډيو پاكستان دوره كړې۔ په دې موقع د راډيو پاكستان ډائرېكټر جنرل عنبرين جان وفاقي وزير او وزير مملكت ته د راډيو د وركنګ او پوډ كاسټنګ پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په دې موقع ووئيل راډيو پاكستان د اوسني وخت د جديدو تقاضو سره سمولو ته اړتيا ده٬ ګرده نړۍ كښې د هېواد تشخص او قامي بيانيه رامخې ته كولو كښې راډيو پاكستان مركزي كردار لري۔ ده ووئيل راډيو پاكستان په جديد خطوط روانول د پاكستان تحريك انصاف د حكومت وړومبۍ ترجيح ده ۔ ده ووئېل د پوډ کاسټ پروګرام زر اجراء پحقله د راډيو پاكستان د انتظاميې او د خواري كښو كاركنانو د هلو ځلو ستائنه كوم۔ پوډ کاسټ پروګرام به راډيو كښې د جدت علامت په توګه رامخې ته شي، د راډيو غږ به د عام وګړي پشمول د رائے عامه هوارٶنكو تجزيه نګارو او د ټولنې تر ټولو طبقو په موثره ډول رسېږي۔ د راډيو چارواكو د اطلاعات وزير ته په ډي آر اېم منصوبې هم تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل ډي آر اېم به راډيو پاکستان د ټېكنالوجۍ د جديدو تقاضو سره سمولو له مرستياله ثابت شي٬ دا منصوبه به د راډيو غږ تر لرې پرتو سيمو رسولو كښې مهم سنګ ميل ثابت شي۔ ده ووئېل د راډيو د ملازمانو ، ورکرز او پنشنيانو مسائل حل كولو ته پام لرنه كوو ٬ د پېنشنيانو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كوٶ٬ د راډيو پاکستان ملازمان د وزيراعظم په هاٶسنګ پروګرام كښې د شاملولو په تحويز هم غور روان دے
وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزير مملكت فرخ حبيب سره د راډيو پاكستان دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil