اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي حکومت تنخا دارو او عامو وګړو له د كورونو جوړولو لپاره په آسانو شرطونو قرض وركوي،اسلام آباد څخه به ډير زر پټواري سسټم ختم کړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پريس کنفرنس په مهال وكړه۔ده ووئيل وئيلي كيږي چې حکومت اولس له څه كوي،مونږ د 50 لكهه كورونو جوړولو خبره كړې وه۔ ده ووئيل هېواد كښې د يو نه تر يو نيم كروړ كورونو كمے دے۔ده ووئيل عامو وګړو لپاره اسوګنه يوه لويه مسئله ده۔ په ورځپاڼو او په چينلو دا خبره نه كيږي،چينل ځكه دا مسئله نه پورته كوي ځكه چې په دې كښې مصالحه نشته،۔ده ووئيل تنخا دار كس كور جوړول غواړي خو هغه وسائل نه لري،په درې مرلې او درې كناله كور يو ډول ټيكس نافذ ؤ۔ ده ووئيل تر ټولو اول د ټيكس اصلاحات شوي۔ حکومت تنخا دارو او عامو وګړو له د چھت وركولو لپاره په آسانو شرطونو قرض وركوي ۔ده ووئېل اسلام آباد څخه به ډير زر پټواري سسټم ختم کړو
حکومت تنخا دارو او عامو وګړو له د خپل كورونو جوړولو لپاره په آسانو شرطونو قرض وركوي، د وزير اعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ