اسلام آباد 08 اپریل (اے پی پی)اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان د فرانس سره دوه اړخيزه اړيكې زياتولو او د تجارت ااو سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې نورو موقعو لټولو خوښي لري۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس م??ر د پاك فرانس بزنس كونسل چيئرمېن او د ټوټل ګلوبل سروسز صدر تهيري ??لم??ن سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔چا چې د ګل په ورځ ده سره په ايوان صدر كښې د خپل پلاوي سره ليدلې وو۔اولس م??ر ووئيل پاكستان د فرانس سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده ووئيل پاكستان په خاص توګه د مينوفيكچرنګ٬تعميرات٬سېلګرۍ٬مواصلات او د روډ انفراسټركچر په څانګو كښې د فرانس سرمايه كارو له د سرمايه كارۍ بېلې موقعې وړاندې ك??ي۔??ه ووئيل د فرانس سرمايه كار د پاكستان لبرل سرمايه كارۍ پالېسو څخه استفاده كولې شي۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښه موقعې شته۔ده ووئيل غېر ملكي كمپنو ته ځايې او غېر ملكي بانكونو څخه د قرضې اخستلو آسانۍ ترلاسه دي۔ده ووئيل دا مهال په پاكستان كښې 7 خاص ا??تصادي زونز جوړ شوي او د فرانس كمپنۍ په دغه زونز كښې خپل صنعتي يونټ جوړولې او منتقل كولې شي۔ده باور وركړو چې حكومت به نجي څانګې له آسانۍ ورك??ي۔??ولس م??ر ووئيل پاكستان به د فرانس د سرمايه كارۍ هركلې كوي٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف او په پاكستان كښې د فرانس سفير مارچ بارټے هم په دې موقع موجود وو۔
اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پاك فرانس بزنس كونسل چيئرمن تهيري فلملن وليدل
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا