اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان سره د غر په څير مضبوط ولاړ يم٬ اپوزيشن دې د بې باورۍ تحريك راوړلو وجه وښائي٬ اوورسیز پاکستانیان دې د هېواد پرمختګ لپاره راوړاندې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د اوروسيز پاكستانيانو په درناوي كښې راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ داخله وزير ووئيل په نړۍ كښې مې د دې نه زيات بېوقوفه اپوزيشن نه دې ليدلې۔ دوئي دې د بې باورۍ تحريك راوړلو وجه وښائي۔ داخله وزير ووئيل په هېواد كښی به سياست د 15 مارچ نه وروستو پېل شي٬ په دې مهال كه مليشيا يا سول مليشيا دلته راغله نو په ضد به ئې سخته كارروائي كولې شي۔ هغه ووئيل كه اپوزيشن ته امنيت پكار وي نو مونږ ته دې ووايي كه ضرورت وي نو پوځ هم طلب كولې شم۔
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک