اسلام آباد۔26اګست(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف حكومت د تېرو درېو كلونو په مهال د هوا بازۍ ځپلو شوو څانګو بحالۍ ٬ انتظام او د څارنې عمل په نوو بنيادونو اودرولو له ګامونه پورته كړي ۔ د قاچاق او مني لانډرنګ مخنيوي په شمول پي آئي اے ٬ اېوي اېشن ډويژن ٬ سول اېوي اېشن اتھارټي ٬ اے اېس اېف ٬ پي اېم ډي په شمول په ټولو چارو كښې بهتري راوستلې شوې او د خود احتسابۍ عمل د لارې سپېځلتيا باوري كړې شوې۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د زيارت په ورځ د جاري كړې درې كلنې كاركردګۍ رپورټ له مخې د دې ګامونو مقصد د پاكستان خوندي ، فعال او ګټور هوائي تګ راتګ صنعت او د موسم پېشګوئۍ اعلی معيار په ځائې كولو سره سره د هوا بازۍ په څانګه كښې فضائي رابطو ته وده وركولو سره د حفاظت ٬ سلامتيا او خذمات اعلی معيار برقرار ساتل او د پاكستان د موسمياتي خذمات درستګي باوري كولو سره دا څانګې نړيوال معيار سره سمول دي۔ رپورټ كښې د تېرو درېو كلونو په مهال د دې څانګو د صورحال ذكر كولو سره وئيلي شوي پاکستان انټرنېشنل ایئر لائن کارپورېشن اګست 2018 څخه وړاندې دېواليه كېدو ته نزدې ؤ۔ په كوم كښې چې د 414.3 اربه روپو زيان شوے۔ د پي آئي اے سي اېل 30 فیصد بېړۍ ګراؤنډ شوې وې۔ د سپريم كورټ آف پاكستان په هدايت د تېرو 10 كلونو آډټ وكړے شو۔ كوم كښې چې د مېډیکل، خریدارۍ، حج او عمرہ ګروپونو كښې د بدعنوانۍ ٬ غیر ملکی پوسټنګ ٬ اوور اسټافنګ او د جعلی ډګرو په شمول ځينې نورې مسئلې رامخې ته شوې۔ اوسني حكومت اسټېك هولډرز ته آسانۍ وركولو سره سره پاكستان كښې د هوابازۍ څانګې ته وده وركولو له ګامونه پورته كړي۔ حكومت د خذمات بهترۍ ته خاص پام ګرځولو سره د كاركردګۍ زياتولو له څانګې ډيجيټلائز كړې۔ د دستاوېز له مخې پي آئي اے چې د سي اېل كارپورېټ ګورننس نظم وضبط كښې بهترۍ لپاره كوم ګامونه پورته كړي په هغو كښې په خرڅونو كښې كمے ٬ آمدان كښې زياتوالے ٬ قامي کېریئر كښې بدلون ٬ تنظيمي اصلاحات او اولسي باور زياتولو په شمول نور د يادونې وړ ګامونه پورته شامل دي ۔ د كووډ – 19 په مهال بېلو هېوادونو لپاره خصوصي پروازونه چلولې شوي ۔ امریکا لپاره د پي آئي اے اولنے نېغ په نېغه پرواز وچلولے شو او دې سره سره بېلو هېوادونو كښې د ګېرو شوو پاكستانيانو هېواد ته رارسولو له آپرېټر فری پروازونه وچلولې شوا ۔ د نوي ګوادر نړيوال هوائي مېدان جوړول (پی اېس ډی پی پروجېکټ)، کوئټه ، د پېښور او سکردو ائیر پورټس اپ ګرېډېشن او د علامه اقبال انټرنېشنل ایئرپورټ مېن رن وے بهترۍ او بحالۍ لپاره كار وكړے شو۔ دغسې په اسلام آباد ائیر پورټ د مياواكي 5500 اونې نال كړے شوي ۔ د پي آئي اے د غېر ملكي جائيدادونو كارپورېټ كارولو د لارې پیسې وصول كړے شوې چې له مخې ئې د كال 2018 آمدن 103.490 ملینه روپۍ ٬ د 2019 آمدن 147.500 او د كال 2020 آمدن 94.989 ملینه پاتې شو۔ د كال 2018 ، 2019 او 2020 آپرېشنل زيان پرله پسې 32.081 ملینه روپۍ، 6.130 ملینه روپۍ او٠ 6۔8۔ روپۍ وو۔ دغسې د درېو واړو كلونو مجموعي زيان په ترتيب سره 67.418 ملینه روپۍ، 53.361 ملینه روپۍ او 35.354 ملینه روپۍ ريكارډ كړے شؤ۔ سره د بندېزونو د چارټر آپرېشنز د لارې د برطانيه او اروپا په غوره روټس ٬ خليج ٬ سعودي عربستان او د كاناډا په لارو د سختو سفيري بندېزونو باوجود د شېډول پروازونو په حفاظت سره سفر برقرار وساتلے شو۔ په اولني ځل ټي اېس اے يو اېس اے مېن لېنډ لپاره نېغ په نېغه پروازونه پېل كړل۔ نوې اېوي اېشن پالېسي (اېن اے پی) 2019 نافذ كړې شوې او 7 اے اېن اوز ته بيا كتنه شوې
حكومت درې كاله كښې د هوا بازۍ ځپلو شوو څانګو بحالۍ ٬ انتظام او د څارنې عمل په نوو بنيادونو اودرولو له ګامونه پورته كړي
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ