اسلام آباد 04 ستمبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د پارلماني ګوند غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر م??مد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ګډون وكړو۔ د مسلم ليګ ن د اطلاعاتو سېكترې مريم اورنګزېب ترمخه غونډه كښې د 2018ﺀ ټول ټاكنو كښې د ټګۍ تورونو جاج اخستلو له د كمېشن جوړولو غوښتنې څخه د نه وروستو كېدو پرېكړه وكړې شوه۔ غونډه كښې د وزیراعظم عمران خان او د نېب چيئرمېن په ملاقات هم تحفظات ولرلې شول۔ پارلیمانی ګوند د سمندر پورې پاكستانيانو ضمني ټاكنو كښې د ووټنګ معا??له هم رد كړه ۔ پارلماني ګوند په اي سي او كښې د برېښنا بيعه زياتولو په معا??له هم اندېښنه ښكاره كړه۔ پارلماني ګوند پرېكړه وكړه چې د لوكل ګورنمنټ نظام ختمولو په اعلان به كنو??شن رابللې شي او د ټولو بلدياتي نمائندګانو رائې به اخستلې شي۔ بلدياتي نمائندګان بايد خپله موده ترسره كړي۔ پارلماني ګوند په دې خبره زور راوړو چې اپوزيشن به لا فعاله كولې شي۔ پارلماني ګوند سرګودھا كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو ذ??ال??قار بھټی او چوهدری حامد حمید په ضد د انتقامي كارروايو غندنه وكړه
د مسلم ليګ (ن) د پارلماني ګوند غونډه ٬ د لوكل ګورنمنټ نظام ختمولو په اعلان د كنونشن رابللو پرېكړه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس