لاړكانه 21 جون (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې ټول ګوندونه د هېواد پرمختګ لپاره كار كوي٬د فيټف په حقله پاكستان ته كاميابي ترلاسه شوې٬تر اكتوبر مياشت به د فيټف ګرے لسټ څخه ووځو٬د فيټف كاميابۍ نه پس به د جي اېس پي پلس زيرے دركوم٬عمران خان له به په عدالتونو كښې د كرپشن ځواب وركول وي٬بايد اولس د اتحادي ګوندونو حكومت له هم وخت وركړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په لاړكانه كښې د پخوانۍ وزيراعظمې شهيدې بېنظير بهټو زېږېدنې ورځې په موقع اولسي غونډې ته په وېنا كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د تحريك انصاف په دور كښې د كرپشن لپاره د وړومبۍ مېرمن سره په ګډه يوه كمپني جوړه شوې وه او د دغې كمپنۍ د لارې به بېلو وګړو كرپشن كولو٬اوس به عمران خان او د هغه كور ودانې له په عدالتونو كښې د كرپشن ځواب وركول وي۔بلاول بهټو زرداري ووئيل اوس اولس او په خاص توګه د پيپلز پارټي كاركنان د هغه په دروغو باور نه كوي او د هغه اصل مخ به اولس ته په ډاګه كوي۔ده ووئيل عمران خان د سبسډي په نامه يو لويه ګيم كړے٬وزيراعظم شهباز شريف او د هغه ډلې پاكستان ديواليه كېدو څخه بچ كړے ٬عمران خان هېواد ته زيان رسولے او نن آزاد ګرځي بايد د هغه څخه حساب واخستلے شي۔ده ووئيل شهيدې بېنظيربهټو د هېواد لپاره هلې ځلې كړي٬هغې د جمهوريت بحالۍ لپاره كردار ترسره كړے۔ده ووئيل شهيده بېنظيربهټو د غريب اولس غږ ؤ ٬د شهيدې بېنظيربهټو د وژونكو دا خيال ؤ چې پيپلز پارټي به ختمه شي۔ده ووئيل هغه نن هم د جيالو په صورت ژوندۍ ده٬مونږ دا وئېلې وو چې سليكټډ به اوباسو خو غېر جمهوري لاره به نه خپلوو٬مونږ په جمهوري او آئيني ډول هغه ويستلے ٬بلاول ووئيل سليكټډ په اتلسم بدلون٬آئيني حقونو بريد كولو٬پاكستان ته په څلورو كلونو كښې معاشي زيان رسېدلے ٬زمونږ د خارجه پالېسۍ غږ دا دے چې مونږ تجارت غواړو٬اوس نوے حكومت راغلے كوم به چې په نړۍ كښې د هېواد دفاع كوي
عمران نيازي هېواد ته زيان رسولے ٬تر اكتوبر مياشت به د فيټف ګرے لسټ څخه وځو٬د پيپلز پارټي چيئرمېن او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د شهيدې بېنظيربهټو د زېږېدنې ورځې په موقع غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک