اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په ننۍ ورځ كال 1965 هند دپاكستان په په پاكه خاوره د خپل ناپاك قدم اېښودو هڅه وكړه خو د پاكستان عظيم پوځ او اولس يو مضبوط دېوال جوړېدو او جوش او جذبې سره د دښمن مقابله وكړه او هغې ته ئې ماتې وركړه۔ د پاكستان دفاع ورځې په موقعه خپل خصوصي پېغام كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل نړۍ دا وليدل چې پاكستان هند ته ماتې وركړه۔ هغه ووئيل پاكستان امن او نړۍ كښې د اسلام سرلوړۍ له يو تاريخي كردار ترسره كړے دے۔ هغه ووئيل نن پاكستاني ځواكونه او زمونږ عظيم قوم د هېواد سلامتيا او دفاع لپاره خپله هر څه قربانولو ته چمتو دے
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ