کراچی۔19جون(اے پی پی)صدرمملکت ډاكټر عارف علوي معاشرتي پرمختګ لپاره د يوې ادارې په حېث د جوماتونو په اهميت زور راوړلو سره وئيلي دي جوماتونه نه يوازې اسلامي رسمونو لپاره وي بلكې دا د معاشرتي خدماتو اولس ته رسولو لپاره تر ټولو غوره ذريعه هم ده۔ صدر مملكت د خالي په ورځ ګورنر هاؤس سندھ كښې د دعوت اسلامي پلاوي سره خبرې كولې۔ پلاون د ګرين پاكستان ويژن سره اړوندو خپلو هلو ځلو كښې حكومت څخه د مرستې خواست وكړو۔ ډاكټر عارف علوي د پلاوي په غړو زور راوړو چې هغوي دې خپل معاشرتي كار سره سره اولس كښې د رنځونو نه د ځان بچ كولو شعور هم رابېدار كړي۔ پلاوي ډاكټر عارف علوي ته ووئيل چې مونږ د تھیلیسیمیار رنځورانو درملنې كولو سره سره د خصوصي وګړو بحالۍ له هم كار كوؤ۔ صدر مملكت پلاوي ته مشوره وركړه چې هغوي دې د کامیاب جوان ، اخوت او اسکل ډوېلپمنٹ په ډول حكومتي ګامونو نه ګټه پورته كړي دغسې چې دوئي د خېر ښېګړې كارونه كولو كښې لا پوهه ترلاسه كړي او خپله كاركردګي له ښه كړي۔ صدر مملکت د دعوت اسلامي د لارې ګرد هېواد كښی د روانو تعليمي معاشرتي او شجركارۍ سره د اړوندو هلو ځلو ستائنه وكړه۔
جوماتونه اولس ته د معاشرتي خدمتونو رسولو تر ټولو غوره ذريعه ده۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena