پینډي 20 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د عمران خان حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬په ګرانۍ قابو موندلو لپاره هڅې روانې دي٬د ټاكنو نه وړاندې د اړي ګړي او فساد هڅه كوونكي به ځان له سياسي كنده وكني٬پېنډۍ د انجونو تعليم په لړ كښې په اول نمبر ده۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په پېنډۍ كښې د مېرمنو كالج د نوي هال د تعليمي بلاك د پرانستې نه پس دستورې ته په خپله وېنا او مېډيا سره په خبرو كښې وكړی۔ده ووئيل خوشحاله يم چې پي ډي اېم احتجاج لپاره پینډۍ ټاكلې٬زما ښار ليك لوستې دے٬د ذمه وارو نه خبر دے او دوي ته معلومه ده چې د ګرانۍ اسباب څه دي٬په نړيواله كچه بيعې څومره لوړې شوي۔ ده ووئېل عمران خان د ګرانۍ كمولو څارنه پخپله كوي او په ګرانۍ د قابو موندلو هڅې كوي٬كه پي ډي اېم قانون په لاس كښې نه اخلي نو مونږ كومه مسئله نه لرو۔ ده ووئېل د آئين او قانون پاسداري به كولې شي٬د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل 20 ٬ 22 مياشتې پس چې كله ټاكنې كېږي نو د (ن)ليګ نوې الائمنټ به كېږي٬د امريكې ناظم الامور ته معلومه ده چې (ن)او (ش)دوه مسلم ليګه دي٬څه چې زه وايم هغه د امريكې ناظم الامور ته هم معلومه ده او د ټاكنو نه وړاندې به درېم ليګ هم جوړ شي
د عمران خان حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬د ټاكنو نه وړاندې د اړي ګړي او فساد هڅه كوونكي به ځان له سياسي كنده وكني۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد دستور ته وېنا او مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : نمبروں دا میگا سینا