مظفرګړھ 20جنوری (اے پی پی) بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې پاكستان پي??لز ګوند په اقتدار كښې رات??لو سره د غربت او بې روزګارۍ په ضد مقابله كوي او ګراني به ختموي ٬ دا د بلاول بهټو وعده ده٬ هغه د خپلو مشرانو څخه زدكړه كړې چې د طاقت سرچينه اولس دې۔ د پاکستان پي??لز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د دې خيالاتو څرګندونه د کوټ اډو سپورټس ګراونډ کښې د اليکشن 2024 د انتخابي کمپاين په موقع عوامې جلسې ته په خطاب کښې كړي ۔ ده وئويل پي پي پي د پسمانده طبقو نمائندګي كوي ۔ ده وئويل اقتدار كښې رات??لو سره به اولس له 300 يونټ برېښنا ويړيا وركولې شي او دا د بے نظير بهټو د زوي وعده ده۔ده وو??يل چې کروندګرو له به د کسان کارت ورکولې شي، چې د لارې به يې د فصل بانسورنس كولې شي او د فصل د زي??ن په صورت کښې به حكومت دغه زي??ن زغمي او که کروندګر مالي مرسته اوغواړي نو هم به وركولې شي ۔ ده وو??يل چې د ځوانانو لپاره يې يو انقلابي پروګرام هم لرو، چې د لارې به يې حكومت ځوانانو له د ځوانانو کارډونه ورکوي دغسې چې د ځوانانو مرسته وكړې شي ۔بلاول بهټو زرداري وو??يل زه ستاسو څخه غوښتنه کوم چې د فرورۍ په اتمه نيټه تير مهر ولګوي، دا د زمونږ د مزدورانو او مشرانو نښه ده، ده وئويل ټاكنو كښې به د پي??لز ګوند كانديدان كاميابوئ۔
پاکستان پيپلز ګوند په اقتدار کښې راتللو سره د غربت او بې روزګارۍ په ضد مقابله كوي۔بلاول بهټو زرداري
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس