پېښور ۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په بټګرام كښې كامياب چيئر لفټ رېسكيو آپرېشن كښې برخه اخستونكو پاك پوځ ٬ صوبائي حكومت ٬ رېسكيو ادارو ٬ ضلعي انتظاميې او ځايي خلقو ته په ګډه او په وخت كارروائي كولو سره د 8 كسانو په ځانونو بچ كولو د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي پاك پوځ او رېسكيو ادارو زيات احتياط كولو او مهارت سره په لفټ كښې نښتې كسان حفاظت سره رېسكيو كړل۔ ده ووئيل د بټګرام چئیر لفټ پېښه د افسوس وړ وه خو د پاك پروردګار په مرسته د پاك پوځ او رېسكيو ادارو آپرېشن كامياب ثابت شو۔ ده ووئيل بټګرام چئیر لفټ ریسکیو آپریشن كښې په مرسته كولو د ځايي خلقو هم مننه كوؤ۔ ده ووئيل د لفټ پېښی سره مخ شوې كسانو او د دوئي كورنيو ته په محفوظ پاتې كېدو مباركي وركوؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاك پروردګار خصوصي فضل او بيا د پاك پوځ ٬ صوبائي حكومت ٬ رېسكيو ادارو ٬ ضلعي انتظاميې او ځايي خلقو په وخت كارروايۍ كولو 8 قيمتي ځانونه بچ كړل۔
د خيبر پښتونخوا ګورنر په بټګرام كښې كامياب چيئر لفټ ريسكيو آپرېشن كښې ټولو اړوندو وګړو ته د عقيدت پيرزوينې وړاندې كړې
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria