اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي)د خزانې او ريونيو وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي موجوده حكومت د اولس د ژوند معيار ښه كولو عزم لري٬سټيك هولډرز دې د سود نه غېر قرض وركول ګړندے كړي دغسې چې اولس ته خود كفالت ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كامياب پاكستان پروګرام(كے پي پي)په اړه د غونډې مشري كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د اخوت چيئرمېن ډاكټر امجد ثاقب٬بينك آف پنجاب صدر ظفر مسعود٬د خزانې سېكرټري او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل ووئيل موجوده حكومت په پاكستان كښې دغربت صورتحال ښه كولو عزم لري او كامياب پاكستان پروګرام په دې لړ كښې يو ښه پليټ فارم دے۔ده ووئيل دا ډول پروګرام د وزيراعظم شهباز شريف د اولس د ژوند معيار ښه كولو وژن له مخې دے۔
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا