اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د غلو لخوا د عدم اعتماد تحريك ټول قام يو موټې كړې دې٬ نن په قوم كښې د كال 1965ﺀ جذبه موندلې شي ٬د اپوزيشن ټولې هڅې جمهوريت او هېواد لپاره نه اېن آر او لپاره دي٬ كوم كسان چې په سخت وخت كښې ماسره ولاړ دي هغه به كله هېر نه كړم٬ مسلم ليګ دې اوس د پنجاب نه كومې ټاكنې وګټي٬ هغه د خالي په ورځ د پاكستان تحريك انصاف پارليماني ګوند په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خطاب كولو۔ په خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل د مقابلې اولنې اصول تر آخري بال ماتې نه منل دي ٬ څه معلومه ده چې كپتان سبا څه كوي۔ ده ووئيل د 35 كلونو نه د دې هېواد لوټ كوؤنكو امريكا سره په ګډه دا سازش كړې٬ زه كله هم د امريكا مخالف نه يم پاتې شوې ٬ امريكا زما نه څه ګيله كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل دلته امريكا هغه كسان واكمن ليدل غواړي د كومو پېسه چې بهر وي او هغوي ئې غلامي كوي۔ وزیراعظم ووئيل په دستاوېزي توګه چې څنګه پاكستان ته دړكه وركړې شوې ده چې عمران خان لرې كړۍ نو پاكستان به معاف كړؤ داسې مثال په سفارت كارۍ كښې چرته موندلې نه شي٬ امريكا ته معلومه ده چې د عمران نه پس به دلته څوك راځي۔ ده ووئيل ما ته د مسلم ليګ نون د غړو پېغامونه راځي چې د سازش ښكار كېدو دلاسه زمونږ د كور خلك زمونږ خلاف شوي دي۔ ده ووئيل اپوزيشن مانه اېن آر او غوښتله٬ د فیټف قانون سازۍ په مهال هم هغوي اېن آر او وغوښتله٬ هر درې مياشتې پس ئې غېر ېقيني صورتحال رامخې ته كړو۔ ده ووئيل د غلو لخوا د عدم اعتماد تحريك ټول قام يو موټې كړې دې٬ نن په قوم كښې د كال 1965ﺀ جذبه موندلې شي ٬د اپوزيشن ټولې هڅې جمهوريت او هېواد لپاره نه اېن آر او لپاره دي۔ ده ووئيل د اولس په ملاتړ اوس تحريك انصاف ماتې نه شي خوړولې۔ ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په دويم پړاؤ كښې پاكستان تحريك انصاف 70 فيصده ووټونه ترلاسه كړل۔ ده ووئيل پنجاب ذوالفقار علی بھټو اوچت كړو كوم چې قوم ته خودداري وركړه۔ ده ووئيل د اتوار په ورځ به په ټول پاكستان كښې د غلو او غدارانو په ضد قوم سولييز احتجاج كوي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف سرمايه هغه خلك دي كوم چې د 20 كروړه روپو پېشكش رد كولو سره مونږ سره ولاړ پاتې شؤ۔ زه به دوئي چرې هېر نه كړم۔ خارجه وزير ووئيل عمران خان په 25 كلنو هڅو كښې هر ډول حالات وليدل ٬ كوم مقام چې د اولس زړونو كښې عمران خان لري بل څوك نه لري٬ د ده حوصله كله كمزورې شوې نه ده۔ ده ووئيل كوم خلك چې دلته موجود دي دا كور ګروپ او د ګوند اثاثه دي او دوئي به يو وارې بيا تاسو وزيراعظم جوړوي۔ د پي ټي آئي غړي فیض اللہ کموکا ووئيل په سياسي کېرئیر كښې مو د عمران خان نه ډېر څخه زده كړې دي٬ مونږ ټول يو موټې يؤ او خپل مشر سره ولاړ يؤ۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل هغه لارښود نه وي كوم چې د حرامو پېسې مصرف كولو سره د خلكو د ضميرونو سودا كوي۔ هغه ووئيل قوي هغه وي د چا چې ايمان پوخ وي
د غلو لخوا د عدم اعتماد تحريك ټول قام يو موټې كړې٬ نن په قوم كښې د كال 1965ﺀ جذبه موندلې شي ٬ د وزيراعظم عمران خان د تحريك انصاف پارليماني ګوند په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار