فېصل آباد 25 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب د فېصل آباد په ډي ټائپ سيمه كښې د كروړونو روپو د بېلا بېلو منصوبو پرانسته كړې ٬ ده په پوځي چوكت كښې د لكهونو روپو په لګښت د نصب كړې شوي واټر فلټرېشن پلانټ، د يو کروړ 20 لكه روپو په لګښت د سټرېټ لائټس٬ د درې كروړه 55 لكه روپو څخه د سړك بحالۍ او د يو كروړ 26 لكه روپو په لګښت د الهي پارك د بحالۍ د منصوبو پرانسته كړې۔ په دې موقع اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وزيرمملکت فرخ حبيب ووئيل اولس ته په چوكاټ دننه بنيادي سهولتونه وركول زمونږ مشن دے او مونږ به د دې اولسي خدمت په بنياد راتلونكي الېكشن كښې د اولس په عدالت كښې كاميابېږو۔ ده ووئيل د ماضي واكمنو يوازې په يو څو ښاريو كښې پرمختيائي كارواني كړي خو د وزيراعظم عمران خان قيادت او د پنجاب وزيراعليٰ عثمان بزدار په نګرانۍ كښې په ټوله صوبه كښې د يو ډول او رېكارډ پرمختيائي كارونو جال خپورېږي۔ ده ووئيل د دې پرمختيائي كارونو خواږه به ډېر زره اولس ته رسېدل پېل شي۔ د دې نه وړاندې وزير مملکت فرخ حبيب د لاريون مشرۍ كولو سره د خپلې حلقې اېن اے 108 فيصل آباد دوره كړې او اولس سره ئې ليده كاته كړي۔ دوهم وزير د اولس مسئلې معلومې كړې او د دغې په سمدستي توګه حل كولو له ئې د هر ممكن مرستې باور وركړے
وزير مملکت فرخ حبيب فېصل آباد كښې د بېلا بېلو منصوبو پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب