اسلام آباد۔18اپرېل(اے پی پی) زما وزيراعظم جوړېدو سره د اولس يره ختمه شوې او عمران خان سره ملګرې شوې ده٬ په چورلكو او بلټ پروف ګاډو كښې ګرځېدونكو ته دا څه معلومه ده چې اولس سفر څنګه كوي ، كه دوئي سره د بې وزله خلكو احساس وې نو د پشاور موړ نه تر اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس سروس منصوبه به د څلور كالو راهېسې تاخير سره مخ نه وه پاتې شوې٬ كومه منصوبه چې د مړينې حالت سره مخ وه هغه په 5 ورځو كښې بحال كړې شوه٬ د پي ټي آئي په دور كښې دفاعي خرڅونو له هم قرضه واخستې شوه٬ مېټرو بس منصوبه د اسلام آباد او پېوستو سيمو اولس لپاره د نواز شريف ډالۍ ده٬ اولس سره به چرته غلط بياني نه كوم ٬ د تركي او چين مننه كوم٬ د كے سي آر منصوبې لپاره د چين مشرتابه ته د مرستې خواست كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پشاور موړ نه تر نيو اسلام آباد ايئرپورټ مېټرو بس سروس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د اتحادي ګوندونو مشرانو ٬ د مسلم ليګ نون لارښودو ٬ د چين ناظم الامور ٬ د تركي سفير او د اړوندو څانګو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ ده ووئيل د تركيه صدر طيب اردوان او ترك اولس په هر سخت وخت كښې پاكستان سره څنګ په څنګ ولاړ پاتې شوې دې۔ ده ووئيل زمونږ مشرانو او مېندو خوېندو ترك اولس لپاره خپل جائيدادونه او زېور قرباني كړي دي او ترك اولس هم د نيمې اوچې د مسلمانانو وروڼو خوېندو دا قرباني هېره كړې نه ده بلكې دا يۍ ټول عمري ياد ساتلې ده۔ ده ووئيل ترك اولس هم ټول عمري پاكستان سره لكه د غر مضبوطه ولاړ پاتې شوې دې ٬ ترك اولس صدر رجب طیب اردوان تل په سخت او د ضرورت په وخت د پاكستان مرسته كړې ده۔ ده ووئيل مونږ د ترك مشرتابه او اولس مننه كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل د بده مرغه د مېټرو بس منصوبه له څلورو كالو څخه تاخير سره مخ پاتې شوه۔ د دې اصل تخمينه 16 اربه روپۍ وه٬ دا منصوبه د اسلام آباد او پېوستو سيمو اولس لپاره د نواز شريف ډالۍ وه٬ دا منصوبه په كال 2018 كښې آپرېشنل كېدل وو٬ د بده مرغه د مسلم ليګ نون حكومت بدلېدو سره دا منصوبه لكه د نورو منصوبو په ځائې پرېښودلې شوه۔ وزيراعظم ووئيل وړاندې به د تنخاګانو ادائيګي او په قرضونو د سود ادائيګۍ نه وروستو د دفاع خرڅونه هم د قومي آمدن څخه ترسره كېدل خو د پي ټي آئي په دور كښې د دفاع خرڅونو لپاره هم تر ډېره حده قرضونه واخستې شؤ۔ ده ووئيل په چورلكو او بلټ پروف ګاډو كښې ګرځېدونكو ته دا څه معلومه ده چې اولس سفر څنګه كوي۔ كه دوئي ته د اولس احساس وې نو دا به منصوبه به څلور كاله خو ډېر دي څلور ساعته هم تاخېر سره مخ پاتې شوې نه وه۔ ده ووئيل د 16 اربه روپو دا منصوبه څلور كال تاخير سره مخ پاتې شوه ٬ بيا دې كښې بدلون وكړې شو او د دې تخمينه 12 اربه روپۍ كړې شوه٬ په 12 اربه د كال 10 فيصده سود حساب سره يو ارب 20 كروړه روپۍ جوړېږي او د 5 فيصد حساب سره 65، 66 کروړه روپۍ جوړېږي ٬ په دې څلور كلونو كښې دا رقم د دوه نيم اربه نه 4 اربه جوړ شو٬ آيا زمونږ معيشت دا زيان زغملې شي۔ وزيراعظم ووئيل فنډز موجود وو خو د كار كولو عزم نه وو٬ د خذمت جذبه نه وه۔ ده ووئيل پشاور موړ څخه تر ائيرپورټ د مېټرو منصوبې په اړه پخواني وزيراعظم او وزيرانو هېڅ سوچ نه دې كړې ولې چې د دې نېغ په نېغه ګټه اولس ته رسېده۔ ده ووئيل ما د وزارت عظمی منصب سنبالولو سره په دې منصوبه كار پېل كړو او په څلور ورځې كښې مې بشپړ كړو۔ د دې بس د لارې به خلك روزانه سفر كوي او په رمضان كښې به دعاګانې كوي۔ وزيراعظم د سي ډي اے چيئرمېن په شمول د ټولو اړوندو چارواكو مننه وكړه كومو چې شپه او ورځ په دې منصوبه كار وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د پنجاب ټرانسپورټ اتھارټي نه مو 15 بسونه قرض اخستې دي ٬ كه زړه كښې دړد وي نو بيا لارې رامخې ته كېږي۔ وزیراعظم اعلان وكړو چې په روژه كښې به د مېټرو د مسافرو نه كومه كرايه اخستلې نه شي۔ وزیراعظم ووئيل اوس د لوظونو د پاللو وخت راغلې دې ٬ مونږ به شپه او ورځ اولس لپاره هڅې كوؤ۔ ده ووئيل اتحادي حكومت زه نمائنده غوره كړې يم ٬ زه به دې رفتار سره كار كوم كوم چې زما عادت دې ٬ دا كه چاته ښه عادت ښكاري او كه بد۔ ده ووئيل اوس عمران خان سره يره ملګرې شوې ده د اولس يره ختمه شوې ده۔ وزیراعظم په کراچۍ كښې د پبلک ټرانسپورټ سسټم کے سی آر د كراچۍ اولس لپاره زيات مهم ګرځولو سره د چين سفارت ناظم الامور ته ووئيل د دغې منصوبې د لارې به روزانه د زرګونو په شمېر خلك سفر كوي۔ ده ووئيل په كال 2016 كښې چې زه چين ته لاړم نو زه د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه سره اېن ډي آر سي ته لاړم او ما د اېن ډي آر سي چيئرمېن ته خواست وكړو چې مونږ سره په كے سي آر منصوبه كښې مرسته وكړي۔ هغه دې لپاره تيار وو خو بيا حكومت بدل شو او څه چې بيا وشو هغه يو تاريخ دې۔ ده چيني ناظم الامور ته ووئيل چې د كے سي آر منصوبې په اړه زما خواست دې چينائي مشرتابه ته ورسولې شي۔