اسلام آباد 17 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د شورو په ورځ قاهرہ كښې د مصر صدر عبدالفتح السیسی سره ملاقات کړے، د مصر صدر عبدالفتح السیسی خارجه وزير ته هركلي وئيلو سره وزیراعظم عمران خان او پاکستانی قیادت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، د پاکستان او مصر ترمينځه بيلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې په زياتولو او سيمه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير د مصر صدر ته د وزیراعظم عمران خان د اړخه د نيكو هيلو پېغام ورسوو ۔ ده ووئيل پاکستان مصر سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل پاکستان او مصر يو ډول مذهبی، تهذیبی او كلتوري اقدار لري او اړيكې لري۔خارجه وزير د مصر صدر د دواړو هېوادونو ترمينځه بيلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده د يو ډول موقعو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل پاکستان په سيمه ايزه او نړيواله كچه امن لپاره هڅو كښې خپل كردار ترسره كولو له لوظي دے ۔پاکستان خپل جغرافیائی سیاسی ترجیحات په ځاے جغرافیائی اقتصادی ترجیحات ته پام لرنه كړي۔ خارجه وزير د مصر صدر پام د هند سركار هندوتوا پالیسیو له امله سيمه كښې امن او استحکام ته د پېښو خطرو پلو راوګرځولو ۔ ده ووئيل هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د 05 اګست 2019 يو اړخيزه او غیر آئینی اقدامات نه پس د بشري حقونو خلاف ورزیو سلسله روانه ساتلي ۔ د هند د اړخه مقبوضه جمو او کشمیر كښې روان ظلمونه د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو، نړيوال قوانین او څلورم جنیوا کنونشن خلاف ورزۍ دي۔ خارجه وزير د مصر صدر افغان امن عمل كښې د پاکستان مصالحانه کردار او افغانستان كښې امن لپاره د شوو هڅو د پیشرفت څخه هم خبر كړو۔ خارجه وزير د مصر او قطر ترمينځه د سفارتي رابطو بحالي خوشبينه ګرځولو سره دا د دواړه هېوادونو د اړخه يوه ګټوره رويه وګرځوله۔ د مصر صدر عبدالفتح السیسی د خارجه وزير هركلے كولو سره د وزیراعظم عمران خان او پاکستانی قیادت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه
خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی قاهرہ كښې د مصر صدر عبدالفتح السیسی سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ