نوښار۔15مارچ(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان فوډ سكېورټي ٬ مخ په زياتېدونكي وداني ٬ روزګار ٬ موسمياتي بدلون او د زرمبادله كموالے هېواد لپاره لوئې چېلنجونه ګرځولو سره وئيلي دي د زرعي هېواد باوجود پاكستان غنم او چيني درآمد كوي۔ د زېتون نالولو سره به زرمبادله بچت شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ پاكستان د موسمياتي بدلون د لاسه د نړۍ تر ټولو زياتو ځپلے شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ په ګرد هېواد كښې به د مېوه دارو اونو نالولو له سيمې خاص كولې شي۔ مخ په د زياتېدونكې ودانۍ لپاره فوډ سكيورټي د حكومت ذمه واري ده۔ زلمي او زده كوؤنكي بايد بلين ټري سونامي كمپائن كښې برخه واخلي۔ پاكستان كښې كه مونږ د زېتون نالولو ته پاملرنه وكړؤ نو د خوراك تېل د سپېن په مقابل كښې زيات برآمد كولے شوو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د زېتون نالولو كمپائن پېل كېدو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د دفاع وزير پروېز خټک، د موسمياتي بدلون وزير مملكت زرتاج ګل، د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملک امین اسلم ، د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان او د خېبر پختونخوا وزيراعلی محمد خان هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل خېبر پختونخوا كښې د زېتون په نالولو د ګورنر شاه فرمان د هڅو ستائنه كوم۔ هغه ووئېل د زېتون نالولو سره به نه يوازې په خېبر پختونخوا بلكې په ګرد هېواد مثبت اغېز پرېوزي۔ هغه ووئيل يو وخت ؤ پاكستان به غنم برآمد كول خو د تېرو دوو كلونو په مهال 30 لكه غنم درآمد كړے شوو۔ هغه ووئيل د يو زرعي هېواد باوجود د روان كال په مهال 40 لكه غنم درآمد كړے شوو۔ دې سره سره چيني هم درآمد كولې شي۔ د خوراك تېل او پام آئل هم بهر نه راځي۔ هغه ووئيل مخ په زياتېدونكې ودانۍ له فوډ سكېورټي لوي چېلنج دے۔ د حكومت اولنۍ ذمه واري فوډ سكيورټي باوري كول دي۔ د هېواد دويمه لويه مسئله د زرمبادله كمے دے۔ پخوا پاكستان ريكارډ تجارتي خسارې سره مخ پاتې شوے۔ زمونږ درآمدات 60 اربه ډالره اور برآمدات 20 اربه ډالره وو۔ اوس برآمدات زيات شوي۔ هغه ووئېل د درآمدات او برآمدات ترمينځه فرق كم شوے۔ وزیراعظم ووئيل موسمياتي بدلون هم پاكستان لپاره لوي چېلنج دے او پاكستان د نړۍ په هغه لسو هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلون د لاسه زيات ځپلے شوي۔ دغسې آلودګی هم يو لويي چېلنج دے۔ هغه ووئيل د ټين بلين منصوبې مقصد راتلونكي نسلونه د موسمياتي بدلون اغېز نه بچ كول دي۔ هغه ووئيل د زېتون نالولو سره به نه يوازې چاپېرچل شين شي بلكه دې سره به د خوراك تېل درآمد كولو حاجت پاتې نه شي۔ هغه ووئيل په خېبر پختونخوا كښې د سلېمان غرونه او قبائلي سيمې د زېتون نالولو لپاره مناسب دي۔ په بلوچستنان او پنجاب كښې هم زېتون نالولې شي۔ د زېتون اونې په سؤونو كالو مېوه وركوي۔ هغه ووئيل پاكستان ته لوي څښتن 12 موسمونه وركړي خو دې نه ګټه نه ده پورته كړې شوي ۔ هغه ووئيل د آلودګۍ په مسئله قابو موندلو له په ښارونو كښې مياواكي يوه داسې لاره ده چې ورسره د 30 كلونو په ځاے په 10 كالو كښې ځنګلونه راپېدا كېدے شي۔ په لاهور كښې په 50 ځايونو كښې دا منصوبه پېل كړې شوې۔ پېښور كښې هم ډېره زياته آلودګي ده او دغلته هم د مېاواكي په ډول منصوبې پېل كېدې شي۔ هغه ووئيل د راروان كول روغتيا ته به هم پاملرنه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل مېوه دارې اونې به هم د اونو نالولو كمپائن كښې شاملولې شي۔ دې سره به د خلقو آمدن زيات او د روزګار موقعې رامخې ته شي۔ دې نه وړاندې دستورې ته خپل خطاب كښې د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان په صوبه كښې د زېتون نالولو په حقله د پورته كېدونكو ګامونو نه وزيراعظم او دستوره كښې ګډون كوؤنكي خبر كړل
د زېتون نالولو سره به زرمبادله بچت شي او د روزګار موقعې به رامخې ته شي۔ پاكستان د موسمياتي بدلون د لاسه د نړۍ تر ټولو زياتو ځپلے كېدونكو هېوادونو كښې شامل دے۔ د وزيراعظم عمران خان نوښار كښې د زېتون بوټو نالولو كمپائن پېل دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے