اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) پاكستان وئيلي دي چې د هند د واكمن ګوند بي جے پي د مشرانو لخوا د پېغمبر اسلام حضرت محمد ﴿ص﴾ په باره كښې د ګستاخې او سپكاوي ريماركس په تناظر كښې په هند كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ غوښتنې، د رياست په مداخله او سرپرستۍ كښې ماورائے عدالت اقدامات او د مسلمانانو مظاهرچيانو په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې د اندېښنې او غندنې وړ دي. دا خبرې د خارجه دفتر وياند د كركې په بنياد د تقريرونو، بيانونو او رويو مخ نيوي نړيوالې ورځې په موقع په جاري كړي بيان كښې كړې دي. د خارجه دفتر وياند ووئيل چې پاكستان نن نړيوالې ټولنې سره په ګډه د كركې تقريرونو، بيانونو او رويو مخ نيوي نړيواله ورځ لمانځي. ده ووئيل چې دا ورځ د كركې تقريرونو، امتيازي سلوك، تشدد په ضد په نړيواله كچه د يووالي د تجديد مهمه موقع راكوي. وياند ووئيل چې پاكستان تل په هېواد كښې دننه او بهر امن، روادارې، د كلتورونو او مذهبونو همغږۍ او د احترام ودې لپاره په نړيوالو اقداماتو كښې تر ټولو وړاندې پاتې شوے دے. د هېواد په آئين كښې د درج اصولو په بنياد پاكستان د بنيادي آزادو ودې سره د كركې د تقريرونو مقابلې لپاره په ځائي توګه ګن شمېر اقدامات كړي دي. وياند ووئيل چې د هند د واكمن ګوند بي جے پي د مشرانو لخوا د پېغمبر اسلام حضرت محمد ﴿ص﴾ په باره كښې د ګستاخې او سپكاوي ريماركس په تناظر كښې په هند كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ غوښتنې، د رياست په مداخله او سرپرستۍ كښې ماورائے عدالت اقدامات او د مسلمانانو مظاهرچيانو په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې د اندېښنې او غندنې وړ دي
په هند كښې په رياستي سرپرستۍ كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې د اندېښنې او غندنې وړ دي. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون