اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د ګلوبل وارمنګ خطرو مخ نيوي او د كاربن اخراج كمولو لپاره پاكستان مهم كردار ترسره كوي. د ماحولياتو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د بلين ټري په شان پروژې او د ايس ډي جيز له مخې په غېر معمولي رقبه ونې كرل د اوسنې حكومت داسې اقدامات دي د كومو چې نړۍ ستائنه كوي. ده ووئيل چې بايد د قوم په حېث هر يو پاكستانې د ګلوبل وارمنګ د خطرو څخه بچ كېدو او د ماحول بهترې لپاره په دې هڅو كښې خپله برخه واخلي. ده ووئيل چې سږ كال د ماحولياتو د نړيوالې ورځې كوربتوب پاكستان ته وركړے شوے كومه چې مونږ لپاره د فخر خبره ده. ده ووئيل چې د ګلوبل وارمنګ خطرو مخ نيوي او د كاربن اخراج كمولو لپاره پاكستان مهم كردار ترسره كوي.
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha