کابل 19 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان به افغانستان كښ?? امن لپاره او د تشدد خاتمې له د افغانستان د هيلو څخه زيات كردار لوبوي٬ امن او د روابطو ودې سره به اقتصادي پرمختګ ممكن شي ٬ د معاشي هلو ځلو ودې سره به د پولې دواړو اړخونو ته د اولس په ژوند كښ?? بدلون راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د افغان جمهور ريئس اشرف غني سره كابل كښ?? په صدارتي محل كښ?? د ملاقات نه پس شريك خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښ?? وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه افغانستان ته په رابللو د اشرف غني مننه كوم۔ ده ووئيل كابل يو تاريخي ښار دے او د 60 او 70 په لسيزه كښ?? دا يو بهترين ښار ٶ ٬ د پاکستان خلق به کابل او د افغانستان خلق به پېښور ته تلل راتلل خوښول٬ دواړه هېوادونه تاريخي اړېكې لري۔ ده ووئيل زه په يو داسې وخت كښ?? افغانستان ته راغلے يم كله چې د بده مرغه په افغانستان كښ?? د تشدد پېښې زياتې شوي۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت او اولس افغانستان كښ?? امن غواړي٬د افغانستان اولس د تېرو څلورو لسيزو راهسې ستونزو سره مخ دے۔ ده ووئيل افغانستان كښ?? امن لپاره او په تشدد كښ?? كمي لپاره پاکستان د روغې جوړې عمل كښ?? خپل مثبت كردار لوبولے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاكستان به افغانستان كښ?? د تشدد خاتمې او امن راوستو لپاره خپل ممكنه كردار لوبوي۔ ده ووئيل زه باور دركوم چې پاكستان به د تشدد خاتمې لپاره هر ھغه كردار لوبوي كوم چې ضروري وي۔ ده ووئيل افغانستان دې په دې لړ كښ?? مونږ ته اووائي مونږ څخه چې څه كېږي كوٶ به۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د افغانستان نه پس په امن كښ?? خوښي لرونكے د ټولو نه وړومبنې هېواد دے ځكه چې د پاکستان قبائلي سيمې كومې چې اوس په خېبر پښتونخوا كښ?? ض?? شوي هم د ترهګرۍ په ضد جنګ كښ?? زياتې ځپلې شوي٬ دغه سيمو څخه په لويه شمېره اولس كډه كړې او د دوي ژوند په معاشي توګه زيات متاثره شوے۔ده ووئېل افغانستان كښ?? امن او د رابطو ودې سره به دغې سيمو ته هم ګټه ورسي٬ افغانستان كښ?? امن زمونږ په ګټه دے٬ امن او د روابطو ودې سره به اقتصادي پرمختګ هم وده ومومي او معاشي هلو ځلو سره به د دواړو اړخونو د اولس ژوند كښ?? بدلون راشي ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د افغانستان د هيلو نه زيات خپل كردار لوبوٶ۔ په دې موقع افغان جمهور رئيس اشرف غني د وزيراعظم عمران خان هركلي كولو سره ووئيل زه د افغانستان په دوره كولو د وزيرعظم عمران خان مننه كوم۔ ده ووئيل د پاكستان او افغانستان ترمېنځه مرسته سيمه ايز پرمختګ لپاره ضرري ده٬ د وسيمه ايزو روابطو وده او معاشي هلې ځلې زمونږ په ګټه دي۔ ده ووئيل د حضرت محمدۖ حرمت د هر مسلمان د ايمان برخه ده٬ د رائے د اظهار په ازادۍ كښ?? منفي او مثبته رويه كښ?? تفريق ضروري دے۔ ده ووئيل د رسول پاك ﷺ ناموس د ټولو مسلمانانو مسئله ده٬ مونږ د خپل دود دستور٬ تهذيب او تمدن او د ناموس رسالتﷺ د تمسخر كولو هيڅ چا له اجازه نشو وركولې۔ ده ووئيل افغانستان كښ?? د تشدد خاتمې لپاره جنګ بندي پكار ده٬ افغانستان كښ?? امن لپاره مثبت سياسي ??مل له خوښي لرو۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم سره زما ملاقات مثبت او ګټور ٶ۔ په دې موقع افغان جمهور ريئس اشرف غني خپلو خبرو كښ?? ووئېل زه به ډېر زر د پاكستان دوره كوم
پاکستان به افغانستان كښې امن لپاره او د تشدد خاتمې له د افغانستان د هيلو څخه زيات كردار لوبوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی