اسلام آباد 28 جون (اے پي پي)د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د لوېديز روټ پروژې په سي پېك كښې په شاملولو د چين مننه كوو٬دې پروژو سره به د لوېديز روټ په سيمو كښې د پرمختګ نوې دور پېل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير مراد سعيد د چين ټرانسپورټ وزير لي زياوپنګ سره د ورچوئل غونډې په مهال كړې۔لي ژياوپنګ وفاقي وزير مراد سعيد ته په چين كښې په كېدونكي يو اېن ګلوبل كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه او د بېلټ اينډ روډ له مخې ئې په سي پیك كښې د مواصلات وزارت كردار وستائېلو۔د چين ټرانسپورټ وزير ووئيل پاكستان كښې د سي پیك بشپړېدو او د روانو پروژو په نتيجه كښې د پرمختګ په سفر خوشحاله يم۔وفاقي وزير مراد سعيد د لوېديز روټ پروژې په سي پیك كښې په شاملولو د چين مننه كولو سره ووئېل دې پروژو سره به په دې سيمو كښې د پرمختګ نوے دور پیل شي۔مراد سعيد په فيسټف٬كشمير او نورو مهمو مسائلو د چين د مرستې هم مننه وكړه۔وفاقي وزير د چين خپل هم څنګ سره د وزيراعظم عمران خان د غربت خاتمې ٬ د سېلګرۍ ودې او د نورو پرمختيائي چارو لپاره د عمران خان په وژن هم خبره وكړه۔د چين د ټرانسپورټ وزير د وزيراعظم عمران خان ويژن ستائېلو سره د غربت خاتمې لپاره د چين د مرستې باور وركړو او د چين جامع پلان په اړه ئې خبر كړو
د لوېديز روټ پروژې سي پیك كښې په شاملولو د چين مننه كوو۔مراد سعيد
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena