لاهور 22 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پنجاب د مسلم ليګ(ن)ؤ او وي به٬مسلم ليګ(ن)په پنجاب كښې نن بريا موندے٬عمران خان دې د فرعون جوړېدو هڅه ونه كړي٬د هغه غوندې ډېر فرعونيان راغلي او تلي٬عمران له د هغه په ژبه كښې ځواب وركولې شي٬د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر د سپريم كورټ د پريكړې له مخې رولنګ وركړے او د ګوند د مشر امر په ضد څوك ووټ نشي كاسټ كولے ٬چوهدري شجاعت حسېن ته سلام كوو چې هغه خپلو غړو ته د يو مكار كس كانديد له د ووټ نه وركولو سپارښتنه كړې۔د جمعې په ورځ د ګورنر هاؤس كښې په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل نن مسلم ليګ(ن)په پنجاب اسمبلۍ كښې برے موندے٬د لوي څښتن په فضل په پاكستان كښې د جمهوريت ګټه شوې۔دې ووئيل نن يو منافق٬دروغجن او سازشي كس د جمهوريت خبره كوله٬دا هغه كس دے چا چې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر څخه رولنګ وركولو كښې آئين شكني كړی وه۔د هغه رولنګ په ضد سپريم كورټ پريكړه كړې چې عمران خان د آئيني چوكو څخه آئين شكني كړې۔دې ووئيل چوهدري شجاعت حسېن ته سلام كوم چې خپلو غړو ته ئې د يو مكار ګوند كانديد له د ووټ نه وركولو سپارښتنه كړې۔وفاقي وزيرې ووئيل د يو ګوند د مشر سپارښتنه وه او د هغې له مخې د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر رولنګ وركړے دے
پنجاب د مسلم ليګ(ن)ؤ او وي به٬مسلم ليګ(ن)په پنجاب كښې نن برے موندے٬عمران خان دې د فرعون جوړېدو هڅه ونه كړي٬د هغه غوندې ډېر فرعونيان راغلي او تلي ٬عمران له د هغه په ژبه كښې ځواب وركولې شي۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II