اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي ټوله نړۍ كښې ماحولیاتي بدلون ، غريبياو غذائي تحفظ نه لرل لوئې چيلنجونه دي،پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د غذا كمے لويه مسئله ده، د غريبۍ ختمولو لپاره چین رول ماډل دے، کووډ۔ 19 نړيوالي وباﺀ له امله اقتصادی بحران راپيدا شوے ، احساس پروګرام د کورونا په معاشی مسئلو قابو موندلو له مرسته كړې، پاکستان د ماحولیاتي بدلون مقابله كولو لپاره په زړه پوري ګامونه پورته كړي، 10 بلین ټری منصوبې ترمخه تر اوسه يو ارب اوني بوټي نالكړے شوي ، چنساؤ ټیکنالوجي د غريبۍ ختمولو او د كوټلي پرمختګ لپاره مناسب ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په چین كښې د چنساؤ معاونت اود كوټلي پرمختيائي مرستي فورم 20مي سالګري په موقع ویډیو لنكخطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم چین له د دې فورم په كوربتوب او پروفیسر لین له د”چنساؤ” ټیکنالوجی په ایجاد مبارکي وركولو سره ووئيل د دې ټيكنالوجي څخه د نړۍ د 100 څخه زيات هېوادونه د تيرو 20 كلونو راهسې ګټه پورته كوي او تر اوسه ګڼو كسانو دې څخه استفادہ کړې ۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ او په عامه توګه جنوبی برخه كښې مېشته كسان ماحولیاتی بدلون ، غريبۍ او د غذائی تحفظ نه لرلو پشمول ګڼو چیلنجونو سره مخ دي ، د غريبۍ د ټولو صورتونو ختمولو لپاره د هڅو په سوب د تيرو دوه لسيزو په مهال غريبۍ كښې پرله پسې کمے راځي خو کووډ۔ 19 نړيوالي وباﺀ اقتصادی بحران راپيدا كړے ، په تيرو 20 كلونو كښې په وړومبي ځل د كال 2020 په مهال زياته غريبي رامخې ته شوې ،۔ده ووئېل د پرمختګ كوونكو هېوادونو ټولو وګړو له خوراك او ښه غذائیت وركول يو لوئې چيلنج دے۔”چنساؤ” ټیکنالوجي يوه داسې ذریعه ثابتيدې شي چې وړو كروندګرو له په لږلګښت په لويه توګه د کھمبیوکرله معاونت كولې شي، دې نه ځانله دا ټیکنالوجی زمكي د شړېدو څخه ساتلوله هم مرسته كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د غريبۍ ختمولو په اړه چین د پرمختګ كوونكو هېوادونو لپاره رول ماډل دے، دپهتيرو څلورو لسيزو كښې چین په ښه شرح نمو80 کروړه كسان د غريبۍ څخه خلاص كړي۔ وزیراعظم د ماحولیاتی بدلون په اړه د چین د قائدانه کردار ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل زه د صدر شي جن پنګ سوكاله ، پاك او د ښكلي نړۍ تصور ستائم۔ وزیراعظم ووئيل د غريبۍ ختمول او ماحولیاتی بدلون مقابله كولو ته حكومت پام لرنه كوي،مونږ په لويه توګه سماجی تحفظ وركولو پروګرام ”احساس” پيل كړے ، د دې پروګرام مقصد د پسماندہ وګړو ژوند كښې ښه والے راوستل ، د غريبۍ ختمول او د کمزورو كورنيو مرسته كول دي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ ”احساس” کیش پروګرام د نړيوالي وباﺀ ”کووډ۔ 19” له امله زمونږ په آبادۍ پريوتي معاشی اثرات څخه تحفظ له مهم كردار ترسره كړے، ماحولیاتی بدلون له امله زيات ځپلے شوو هېوادونو كښې يو پاکستان هم دے كوم چې په دې اړه د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د موسمی بدلون او ماحولیات په اړه زمونږ تګلاره واضحهده او مونږ پاك او شين پاکستان پلو روان يو،مونږ د ټېن بېلين ټري پروګرام له مخې تر اوسه يو ارب اوني نال كړي ،د ځنګلو بحالۍ او توسیع ته خاص پام لرنه كوو۔ وزيراعظم ووئېل مونږ هيله لرو چې دا اقدامات به ماحولیاتی نظام كښې ښه والي راوستلو له كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل په دې خبره خوشحاله يم چې چنساؤټیکنالوجی د غريبۍ ختمولو او كوټلي پرمختګ لپاره زمونږ د ټولني او معیشت لپاره موزون ده،دا ډول جدید، آرزانه او ماحول دوستهټیکنالوجي د به د كوټلي پرمختګ ابتدائی دوو مقاصدو یعنی غريبۍ او لوږي ختمولو له مرستياله وګړځي۔ وزیراعظم ووئيل د غريبۍ ختمولو او كوټلي پرمختګ ترلاسه كولو دغسې د ماحولیاتی بدلون مقابلې لهپه نړيوالو هلو ځلو كښې د شاملېدو كلكه ارداده لرو۔
چنساؤ ټیکنالوجي د غريبۍ ختمولو او د كوټلي پرمختګ لپاره مناسب ده، د وزیراعظم عمران خان چین كښې د چنساؤد معاونت اود كوټلي پرمختيائي مرستي فورم 20مي سالګري په موقع ویډیو لنك خطاب
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil