اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خان وئېلي دي په ممنوعه فنډنګ كيس كښې د ټاكنو كمېشن پرېكړې څخه خپل ځان ته صادق او امين ويونكے دروغجن ثابت شوے ٬پخواني سليكټډ وزيراعظم او د پي ټي آئي مشر د ټاكنو په كمېشن كښې د دروغو حلف نامه جمع كړی٬د قانون له مخې سياسي ګوندونه د غېر ملكي كمپنو او وګړو څخه فنډ نشي اخستے ٬اوس به وفاقي حكومت د قانون له مخې ګام پورته كوي٬د سپريم كورټ لپاره سياسي كيس امتحان وي٬ضروري ده چې د داسې معاملات سماعت فل كورټ وكړي۔د نهې په ورځ پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ كښې د سپريم كورټ بار پخواني صدر او د جے يو آئي (ف)مشر سېنېټر كامران مرتضٰی سره خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په ضد د ممنوعه فنډنګ كيس د پي ټي آئي يو سينئر لارښود دائر كړے ؤ كوم چې په دې خبره پرېشان ؤ چې زمونږ چيئرمېن كوم ډول قانون ماتوي٬د اته كلونو نه پس دا پريكړه راغلې ٬ په 68 پاڼو پريكړه كښې دا ثابته شوې چې عمران خان نه وړاندې صادق ٬ امين ؤ او نه اوس٬په هغه مهر ولګېدو۔ده ووئيل پي ټي آئي د كال 2014 څخه فتنه٬فساد او فاشزم خپروي۔هغه ته د بهر څخه سرمايه ترلاسه كېدله حالانكه د هېواد قانون اجازه نه وركوي چې كوم سياسي ګوند د غر ملكي وګړي يا كمپنۍ څخه فنډز واخلي۔ده ووئيل هغه ته د آسټرېليا٬اروپا او نورو هېوادونو څخه فنډګ شوے۔ده ووئيل د پي ټي آئي مشر او پخواني سليكټډ وزيراعظم د دروغو حلفه نامه جمع كړی۔ده ووئيل د صادق او امين ادعا كونكے حلف دروغ ثابت شو ۔ده د پي ټي آئي په ضد د فارن فنډنګ په اړه په پريكړه كولو چيف الېكشن كمشنر او د ټاكنو كمېشن او نورو عهديدارو له مباركي وركړه
د پي ټي آئي مشر الېكشن كميشن كښې د دروغو حلف نامه جمع كړی٬وفاقي حكومت له به پريكړه كول وي چې څنګه به وړاندې تلل وي۔د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔