اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان وئيلي دي راوي سټي او لاهور سينټرل بزنس ډسټرکټ منصوبې د لاهور مسائل حل كولو او په خاص توګه د معاشي هلو ځلو وده كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے، په منصوبو د تعطل نه غير پيشرفت باوري كولو له دې تګلاره جوړه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د راوي سټي او لاهور سينټرل بزنس ډسټرکټ پروژو د پيشرفت جاج اخستو غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب، خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل، د نيا پاکستان هاؤسنګ اتھارټي چئيرمين ليفټيننټ جنرل (ر) انور علي حيدر، د ايل ډي اے وائس چيئرمين شيخ محمد عمران دغسې د خزاني وزير شوکت فياض ترين، د هاؤسنګ صوبائي وزير مياں محمود الرشيد،د پنجاب د وزيرِاعلي صلاحكار ډاکټر سلمان شاہ، د راوي اربن ډويلپمنټ اتھارټي سي اي او عمران امين او اړوندو چارواكو د وډيو لنك د لاري ګډون وكړو۔غونډي ته ووئيل شول راوي سټي كښې ماحولياتي تحفظ لپاره جوړيدونكے په 24 زره کناله جھوك فاريسټ پاکستان كښې د خپل نوعيت وړومبے ځنګل دے د كوم څارنه به چې سمارټ سينسرز د لاري كولې شي ، منصوبه كښې تکنيکي معاونت لپاره هواوے کمپنۍ سره اشتراك كوو ۔غونډي ته ووئيل شول راوي سټي كښې اربن فاريسټ له كوټلي تګلاره مرتب کړې شوې چې ترمخه ئې په منصوبه كښې نه يواځي د موجودہ ځنګلو تحفظ او نالج پارك جوړول شامل دي بلكه پبلك پارکس، بوټينيکل ګارډنز، برډ سينکچريز، بټرفلائي پارکس او باغات هم جوړولې شي، نور دا چې بټر فلائي پارکس به په نړيوال طرز د پوهانو په مشاورت سره جوړولې شي۔غونډي ته ووئيل شول راوي سټي كښې په 2000 ايکړه جوړيدونكې د پاکستان وړومبي د تجديد وړ صنعتي زون كښې به نزدې يو ايكړ صنعتونه جوړولې شي۔ صنعتي زون كښې د آئي ټي پارك، کولډ سټوريج، لينډ فل سائټس، کم آلودګي لرونكې /ګرين انډسټري، ګرين ريزرو او واټر ټريټمنټ پلانټ شامل دي۔د دې نه علاوہ منصوبه كښې خزلې څخه د برېښنا جوړونكے پلانټ هم لګولې شي۔ غونډه د سيفائر بے د پيشرفت څخه په هم تفصيلي توګه خبر كړې شوه ۔ سينټرل بزنس ډسټرکټ په اړه غونډي ته ووئيل شول په 4 اګست 2021 به په وړومبي پړاؤ كښې 5 پلاټونو نيلامي کولې شي چې پكښې به ګڼ شمير سرمايه کار ګډون كوي او دې څخه د 13 اربه ريونيو امكان دے۔ وزيرِاعظم دواړه منصوبې په قومي كچه د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل دواړه منصوبې به د لاهور مسائلو مخنيوي او په خاص توګه د معاشي هلو ځلو ودي په لړ كښې په زړه پوري كردار ترسره كړي
د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې د راوي سټي او لاهور سينټرل بزنس ډسټرکټ پروژو د پيشرفت په اړه د جاج اخستو غونډه
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania