اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د صدر ډاكټر عارف علوي كوروداني بيګم ثمينه علوي وئيلي دي معذور كسان مهارت يافته جوړولو او هغوي له د ماركيټ ضروريات له مخي تعليم او تربيه وركولو ته اړټيا ده۔ معذور كسانو په اړه د اطلاعات وزارتِ او ډيجيټل ميډيا سره سره د سكول او په سيمه ايزه كچه يو قامي د خبرتيا كمپائن ته اړټيا ده، د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د معذوره كسانو په اړه د پاليسې مذاكره كښې وكړه۔ د بشري حقونو وفاقي وزيره ډاكټر شيريں مزاري، پارلماني غړي ، پوهان ، د روغتيا نړيوالي ادارې او د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو د ويډيولنك د لاري غونډه كښې ګډون كولو۔دې ووئيل د معذوره كسانو پرمختګ او سوكالي يوه داسې موضوع ده كومه چې زما زړه ته ډيره نزدې ده او زه په دې سرخط خبرتيا پيدا كولو له كار كوم۔دې ووئيل نړۍ كښې په 7 كښې يو كس د معذورۍ ښكار دے۔دغسې د كال 2050ء به 60 كاله څخه د زيات عمره كسانو آبادي نزدې 2 اربه ته ورسي او هغوي ته به د څه نه څه ډول مرستي حاجت وي۔د يوي اندازې له مخي د نړۍ نزدې 15 فيصده آبادي د معذورۍ ښكار ده۔ د ابتدائي اندازو له مخي پاكستان كښې هم نزدې 15 فيصده آبادي د معذورۍ ښكار ده۔ دې ووئيل معذوره كسان د تعليم او صحت آسانيو او پبلك ځايونو ته په رسنه كښې د ستونزو سره مخ كيږي۔مونږ له د داسې وګړو رسنې او تګ راتګ زياتولو له اقدامات ته اړتيا ده دغسې چې هغوي د ټولني په قامي چوكاټ كښې شامل كړے شي۔دې ووئيل مونږ له معذوره كسان په مالي توګه خپلواكه كولو له د پاكستانو بېنكونو د اړخه د قرض آسانيو په اړه خبرتيا پيدا كولو ته اړتيا ده۔په دې لړ كښې د وزيرِ اعظم كامياب جوان پروګرام ترخه معذوره كسانو له وركړے كيدونكو آسانيو په اړه هم زمونږ ځوانان د خصوصي كسانو په اړه خبرتيا نه لري۔په دې لړ كښې يو كمپائن ته اړټيا ده دغسې چې كنفرنسز او ميډيا سيمينارز په مرسته د دغه وګړو مرسته وكړې شي
معذوره كسانو له د ماركيټ ضروريات له مخي تعليم او تربيه وركولو ته اړټيا ده، د بېګم ثمينه علوي د معذوره كسانو په اړه د پاليسۍ مذاكره كښې د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria