اسلام آباد 11 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د آبادۍ په زياتېدونكي رفتار قابو موندل نړۍ په خاص توګه پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره لوے چېلنج دے، د وسائلو او حقونو وركړه او د آبادۍ په اضافه كښې توازن پېدا كولو د وخت اهم ضرورت دے، په سږني كال د آبادۍ نړيوالې ورځ د “اته اربه آبادۍ نړۍ٬ داسي سباٶن چې پكښې ټولو لپاره وسائل٬ موقعې او حقونه وركول باوري وي” موضوع ډېره جامع ده۔ د آبادۍ نړيوالې ورځ په موقع وزيراعظم شهباز شريف خپل پېغام كښې ووئيل په آبادۍ قابو موندل د کره ارض مسئلو كښې كمي سره د مېرمنو صحت٬ تعليم او د ژوند پحقله هم ډېره اهم موضوع ده، په پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې په كم عمرۍ كښې ودونه٬ د وسائلو كمې٬ رنځونه او د مېندو مرګونه لوے چېلنجز دي، په آبادي کنټرول لپاره په نړيواله كچه هلو ځلو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د زچه و بچه ښه دارو درمل كول٬ په زېږون كښې مناسب وقفه، خوراك او د غذائيت د كمي خاتمه غوندې مسئلې اهم ترجيحات دي، موجوده حکومت په آبادۍ کنټرول او د قامي پرمختګ شرح زياتولو لپاره بشپړه هڅې كوي، د دې دواړو هدفونو د ترلاسه كولو نه غېر د مجموعي پرمختګ خواب نشي رښتيا كېدې
حکومت په آبادۍ کنټرول او د قامي پرمختګ شرح زياتولو لپاره بشپړه هڅې كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ