اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د سول ډرون ټېكنالوجې ودې ، ترقې او د دې مهمې څانګې رېګولېټ كولو لپاره د ډرون اتهارټۍ جوړولو منظوري وركړه. سول ډرون اتهارټي به د ډړون ټېكنالوجې رېګولېټ كولو، د لائسنس اجرا، امپورټ او په هېواد كښې د پېداوار د اجازې وركولو اختيارات ولري. اتهارټي به د ډرونز مېنوفېكچرنګ، آپرېشنز، ټرېنګ او د ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ په اړه ذمه وارې ترسره كوي. د خالي په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري لخوا جاري شوي بيان له مخې اتهارټي به د جرمانې او سزا، د لائنس منسوخ كولو او د قانوني چارو اختيار هم لري. د اېوي اېشن ډويژن سېكرټري به د اتهارټۍ مشر وي. په نورو غړو كښې به د ائير فورس، سول ايوي اېشن، دفاعي پېداوار، د كورنيو چارو وزارت او د سائنس او ټېكنالوجې د وزات اعلي چارواكي شامل وي. په اتهارټۍ كښې به د آزاد جمو كشمير او ګلګت بلتستان پشمول د ټولو وفاقي اكائيو څخه هم يو يو استازے شامل وي. د دې نه علاوه د څانګې درې پوهان به هم د اتهارټۍ برخه وي. وزيراعظم په دې لړ كښې غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې ډرون ټېكنالوجي كمرشل، ريسرچ او پرمختګ، كركيلې او نورو سوله ايزو مقاصدو لپاره كارول د وخت مهم ضرورت دے. وزيراعظم ووئيل چې د اتهارټۍ جوړېدو سره به نه يوازې په دې لړ كښې موجوده خلا پوره شي كومه چې د ډرون په اړه د كوم قانون نشتوالي له امله موجود ده بلكې اتهارټي به د ډرون ټېكنالوجې په وده او د دې د هېواد په پېداوار كښې به هم مهم كردار ترسره كړې شي. د ډرون ټېكنالوجې موثر استعمال د لارې به د وسيلو په موثر استعمال او سروس ډېليوري په بهترې كښې هم مرسته وشي. وزيراعظم هدايت وكړو چې د اتهارټۍ جوړولو په اړه دې د قانون سازې عمل په تندې سره ترسره كړے شي او د كابينې د منظورې نه پس دې بل په پارلمان كښې وړاندے كړے شي.
وزيراعظم عمران خان په هېواد كښې د سول ډرون ټېكنالوجې ودې ، ترقې او د دې مهمې څانګې رېګولېټ كولو لپاره د ډرون اتهارټۍ جوړولو منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری