اسلام آباد۔22 اګست(اے پی پی) په کابل کښې د روانو خبرو اترو بریا په افغانستان کښې د تلپاتې سولې لپاره ضروري ده ، نړیوالې ټولنې له به د
افغانستان په بیارغونه او افغانانو ته د اقتصادي مرستې په برابرولو کې مخکښې رول لوبول وي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د اروپائي ??ئت??اف خارجه چارو مشر جوزف بوریل سره په ټیلیفوني خبرو کښې وكړې۔ دواړو په افغانستان کښې د بدلېدونکي وضعیت او د سیمې د امن په اړه بحث وكړو۔ د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ??ئت??اف د بهرنیو چارو وزیر ته ووئیل چې هغه د آلمان ، هالېنډ ، بلجیم او ډنمارک د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي دي او هغه ته خوشحالي ده چې د افغانستان په اړه زمونږ نظرونه موافق دي۔ د بهرنیو چارو وزیر ووئیل چې پاکستان افغانستان كښ?? د تلپاتي امن لپاره د متحده سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي۔ په اوسني حالاتو كښ?? مونږ غواړؤ چې د افغانانو د ژوند او ملکیت او د هغوی د حقونو ساتنه باوري كړې شي۔ د اوسنۍ مشرتابه رامخې ته شوې وروستي بیانونه د ډاډ وړ دي۔ هغه ووئیل چې په کابل كښ?? د روانو خبرو بریالیتوب په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره ضروري دے۔ افغانستان كښ?? د امن په ځائې كېدل نه يوازې پاكستان بلكې د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره ډېر مهم دے او ضرورت د دې خب??ې دې چې د 90 لسيزې صورتحال څخه بچ كېدو له افغانستان يوازې پاتې نه كړې شي او په دې نازك پړاؤ كښ?? به د افغانستان بیارغونې او د افغان اولس معاشي مرستې له نړيوالې ورورولۍ له رامخې ته كېدو سره خپل كردار لوبول وي۔ هغه ووئيل پاکستان د بیلابیلو هیوادونو د سفارتي عملې ، د نړیوالو ادارو کارکونکو او د ميډيا استازو افغانستان څخه وتلو كښ?? بشپړه مرسته كوي۔ په دې لړ كښ?? به اروِپائي ??ئت??اف سره هم هره يوه ممكنه مرسته كولې شي۔ هغه ووئيل زه به ډېر زر د مهمو هېوادونو په دوره روان شم دغسې چې د افغانستان روانه وضعه ٬ پیښ چېلنجونه او د سباؤن لائحې حوالې سره د رايو يو والي سره مخ په وړاندې لاړ شؤ۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان اروپائي ??ئت??اف سره خپلو اړيكې مهمې ګڼي او دې ګڼ اړخيزه اړيكو ته د لا ودې وركولو عزم لري
پاکستان په افغانستان كښې د تلپاتي امن لپاره د متحده سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جوزف بوريل سره ټېلېفوني خبرې
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل