اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د هند وزيراعظم نرېندرا مودي به په 25م ستمبر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د خپل حكومت كاميابو په اړه نړيواله وروررولي د خپل نقطه نظر نه خبروي خو د هند په اړه د هغه خوشامندې او خوږې خبرې او د كارنامو ادعاګانې به د هغوي په ناوړه جرائمو د پردې اچولو ناكامه هڅې وي ٬ كوم چې واكمن بي جے پي په اقلتيونو او په خاص توګه د كشمير په مسلمانانو كوي ٬ د هند وزيراعظم څوك چې د انتها خوښ آر اېس اس او د هندوتوا د سختې نظريې پېروكار دے هېواد كښې د سخت تنقيد سره مخ دے٬ چرته چې په سياسي بنيادونو انتقامي كاروائۍ٬ د ځورونو پېښې او مخالفين د پښو لاندې كول معمول ګرځېدلے ٬ مودي لپاره دا صورتحال زيات كړكېچن شوے لكه څنګه چې د ھغه د وېنا نه څو ورځې وړاندې پاكستان د هند په غېر قانوني مقبوضه كشمير كښې د 90 زره قابضو هندي عسكرو د لاسه د بشري حقونو منظمو او په لويه كچه د خلاف ورزو واضح ثبوتونه رامخې ته كړي ‘ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف د ستمبر په دولسمه نېټه يو جامع ډوزيئر جاري كړے او نړۍ ته ئې ھغه ثبوت وړاندې كړے كوم چې په جنګي جرائمو ٬ د انسانيت په ضد جرمونو او د بې ګناه وګړو په قتل عام اډانه دے٬ په 131 پاڼو مشتمل دې ډوزيئر كښې د هندي پوځ جنګي جرائم ٬ د كشميريانو د ځائي هلو ځلو او د هند د فالس فلېګ آپريشن نه علاوه د هند لخوا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو نه سرغوړنه او نړيوال قوانين د پښو لاندې كولو سره په مقبوضه وادۍ كښې د آبادياتي بدلون هلو ځلو پحقله جلا جلا بابونه شامل دي ۔ په دستاويز كښې رامخې ته كړې شوې چې په مقبوضه جمو و کشمير كښې د پنځم اګست كال 2019 نه پس د بشري حقونو صورتحال لا خراب شوے ، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر هم په مقبوضه كشمير كښې د غېر قانوني ٬ يو اړخيزه هندي اقداماتو په رپورټس د تشويش څرګندونه كړې وه او خبردارے ئې وركړے ٶ چې په دې منطقه كښې د بشري حقونو صورتحال لا خرابېدے شي۔د بشري حقونو هائي کمشنر (او اېس سي اېچ آر) دفتر په كال 2018 او كال 2019 كښې د جمو و كشمير د بشري حقونو صورتحال په اړه خپل جلا جلا رپورټس كښې د طاقت په بې ځاېه استعمال د تشويش څرګندونه كړې ٬ د دې نه علاوه د ملګرو ملتونو يو شمېر خاص استازو په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو مجموعي صورتحال “فري فال” او مواصلاتي ناکه بندي او کرفيو” د جمو و کشمير اولس لپاره اجتماعي سزا ” ګرځولې۔ د رپورټ زياته خطرناكه برخه د جنګي جرائمو په تفصيلات مشتمل ده كومه چې د ځپليو د شهادتونو او د بشري حقونو د تنظيمونو٬ د سول سوسائټۍ او د ميديا په يو شمېر تحقيقاتي رپورټس آډانه لري۔ دغسې خارجه وزارت په مقبوضه جمو و كشمير كښې د هند په لويه كچه د جنګي جرائمو٬ د بشري حقونو خلاف ورزو ٬ د جعلي مقابلو٬ جعلي فلېګ اپرېشنز او د مېرمنو بې حرمتۍ په اړه يو ډوزيئر جاري كړے
د جنګي جرائمو ډوزيئر – د انسانيت په ضد د جرائمو او په لويه كچه د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه د هندي جرائمو يو جامع دستاوېز
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina