لاهور 28 جنوري (اے پي پي) د مسلم لیګ( ن) چیف آرګنائزر او سینئر نائب صدري مرېم نواز وئيلي دي چې محمد نواز شریف نن هم د پا??ست??ن تر ټولو مقبول ليډر دې،هغه به ډير زر ستاسو په مينځ كښې وي، ټاكنو كښې به مسلم لیګ (ن) لوئ اکثریت سره کامیابي ترلاسه كوي،د محمد نواز شریف په مشرۍ كښې به هېواد يو ځل بيا پرمختګ كوي،مونږ به معیشت ښه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د خالي په ورځ هېواد ته په راستنيدو لاهور هوائي ميدان كښې جلسے ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم لیګ (ن) لارښود مصدق ملك ، عطاتارړ،خواجه عمران نذیر،سېف الملوك کھوکھر، طلال چوهدری،کیپټن (ر) محمد صفدر،بلال یسین،محمد زبیر، عابد شیر علی،رانامبشر حسن او ثانیه عاشق پشمول د ګوند كارمندانو ګڼ شمير كښ?? د ??رېم نواز تود هركلے وكړو۔ جلسے ته وينا كښې مرېم نواز ووئيل په تود هركلې كولو زه د مسلم لیګ (ن) غیوره کارمندانو مننه كوم ، ټولو كارمندانو ته د محمد نواز شریف د اړخه سلام وړاندې كوم ،محمد نواز شریف دنګه حوصله لري،زه د لوے څښتن نه پس د محمد نواز شریف او محمد شهباز شریف ډيره مننه كوم چا چې ما له د پا??ست??ن خذمت كولو لپاره په ګوند كښې نوي ذمه واري راكړې دي د دې ټولو ذمه وارو ترسره كولو بشپړه هڅه به كوم۔دې ووئيل نن هم محمد نواز شریف د پا??ست??ن تر ټولو لوئ ليډر دې ، د هغه په مشرۍ كښې به هېواد يو ځل بيا پرمختګ كوي۔دې ووئيل د پا??ست??نی قام سره لوظ كوم چې هېواد به د ستونزو څخه وېستلې شي، مسلم لیګ (ن) پا??ست??ن وړاندې هم ستونزو سره وېستلې ؤ او بيا به ئې هم اوباسي ،مسلم لیګ (ن) د ټ??كنو څخه نه يريږي ، محمد نواز شریف احساس لري چې هېواد كښې ګر??ني ده او مونږ به اولس د ګر??نۍ څخه وېستلو لپاره په زړه پوري هڅي كوو۔
محمد نواز شریف به ډير زر ستاسو په مينځ كښې وي، د هېواد معیشت به ښه كولې شي۔مرېم نواز جلسې ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی