اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د کرونا وائرس په ضد جنګ د ټول قام په مرسته ګټلې كيدې شي، د غریب طبقې خيال ساتل تر ټولو لوئ چيلنج دې، د ټرانسپورټ بندولو سره مسئلې پیدا كيدې شي، زياتره ځپلې شوي كسان د بهر هيوادونو څخه راغلې، هيواد كښې د ځپلې شويو كسانو شميره كمه ده،په هوائي ميدان د 9 لاكهه كسانو سكريننګ شوې، د ويرې او جذباتي پريكړو مثبت نتيجې نه ترلاسه كيږي، تر تيره ورځ پاکستان كښې د کرونا وائرس 900 مصدقه رنځوران ؤ چې پكښې 153 ځائې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پارلمانی لارښودو کنفرنس ته د ويډيو لنك د لارې خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل هيواد كښې د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي په ا??ه ګډون كونكې خبرول غواړم،په 15 فروری د کرونا وائرس په ا??ه غونډه شوې وه،هغه وخت يواځې په چين كښې وائرس خپور شوې ؤ، چین سره په رابطه كښې يو۔ ده ووئيل چین كښې تعلیم ترلاسه كونكې پاکستانی زدهكونكو په چین كښې د ساتلو پريكړه شوې وه،دغه زدكونكې د چین ووهان ښار كښې ګهير شوې ؤ، د دغه زدكونكو مياندو او پلارانو د هغوي بيرته راوستلو اپيل كړې ؤ، د دغې زدكونكو بيرته راوستلو سره په حاجی کیمپ كښې د ساتلو پريكړه شوې وه خو دې سره د دې وباﺀ خپريدو خطر ؤ، چین څخه تر اوسه د کرونا يو کیس هم پاکستان ته نه دې راغلې۔ وزیراعظم وئويل د چی?? نه پس ایران كښې د کرونا وائرس خپريدل پيل شوې، د چین مقابله كښې ایران د کرونا په ضد كم صلاحیت لرلو او هغوي د سكريننګ او قرنطینه آسانۍ هم نه لرلې، تفتان پوله سيلګرې جمع شوې ؤ ، په 28 فروری ډاکټر ظفر مرزا د تفتان پولې ته وليږلې شو او هغه هلته د صورتحال جاج واخست۔د بلوچستان وزیراعلیٰ جام کمال سره هم رابطه وشوه، د پاك پوځ په مرسته په تفتان پوله سيلګرو له هر ډول آسانۍ وركړې شوي۔ عمران خان ووئيل تر اوسه په 9 لاكهه كسانو په هوائي ميدان سكريننګ شوې،تر تيره ورځ پاکستان كښې د کرونا 900 مصدقه رنځوران ؤ، پاکستان كښې د کرونا 153 ځائې رنځوران دي، زیاتره د بهر هيوادونو څخه راغلې، هيواد كښې د كرونا وائرس له ا??له د ځپلې شويو شميره كمه ده۔ ده ووئيل د قامی سلامتیا كېيټۍ غونډه په وخت رابللې شوي هغه مهال په هيواد كښې د كرونا وائرس د رنځورانو شميره 21 وه دې نه پس پوهنتونونه ٬ كالجونه او سكولونه ، کرکټ لوبه او اولسي غونډې په سمدستي توګه بندې كړې شوي۔ ده ووئيل خيبرپښتونخوا، سندھ، پنجاب او بلوچستان په صوبائی كچه د بيل ډول لاك ډاؤن کړې، د 18م بدلو?? نه پس دغه د صوبو اختیار دې۔ ده ووئيل پاکستان كښې د لاك ډاؤن په معا??له کنفیوژ?? دې، د ټرانسپورټ بندولو په لا ډواؤن بايد بيا غور وكړې شي، د ټرانسپورټ بنديدو سره هيواد كښې مسئلې پيدا كيدې شي، د ويرې او جذباتي پريكړو مثبت نتيجې نه وي، ګلګت بلتستان كښې د ټرانسپورټ بنديدو سره د تیل کمې رامخې ته شوي، هيواد كښې د غنمو ريبلو سيز?? دې، ټرانسپورټ بنديدو سره ګڼې مسئلې رامخې ته كيدې شي۔ ده ووئيل سبا به نیشنل کوآرډینیشن کميټۍ كښې وفاق خپل موَقف وړاندې كوي او په غونډه كښې به هيواد كښې د كرونا له ا??له په رامخې ته شوي مجموعی صورتحال جاج اخستلې شي او تګلاره به وضع کولې شي۔ده ووئيل د هيواد 25 فیصده وګړي د غريبۍ ژوند كوي۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن آخری پړاؤ کرفیو ده، كه د کرونا له ا??له کرفیو لګولې كيږي نو كورونو له راشن وركول وي، دې لپاره د لوئ سټرکچر ضرورت وي، کرفیو لګولو څخه وړاندې بايد بشپړه چمتو والې ونيولې شي، وګړو له پھ كورونو د خوراك وركولو له به د رضا کارو نظام وضع کولې شي۔ده ووئيل لاك ډاؤن سره به صنعتونه بند وي٬برآمدات به ځپلې كيږي، ت??می??اتی صنعت بايد روان وساتلې شي۔ده ووئيل د کرونا په ضد جنګ د ټول قام په مرسته ګټلې كيدې شي، د کرونا په ضد جنګ كښې د غریبې طبقې خيال ساتل لوئ چيلنج دې۔ ده ووئيل د ټولو سياسي مشرانو د تجاویز به هركلې كولې شي
وزیراعظم عمران خان پارلمانی لارښودو کنفرنس ته د ویډیو لنك د لارې خطاب
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ