پېښور 25 مئي (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف په يوه ورځنۍ دوره پېښور ته رسيدلې دے۔د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د وزیراعظم هركلے وكړو۔ انجینئر امیر مقام هم په دې موقع موجود ؤ۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر رانا ثنا الله، د خزاني وزیر اسحاق ډار ، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال او نور هم ده سره ملګري ؤ۔ وزیرِ اعظم به د پېښور ریډیو پاكستان دوره كوي د كومي په ودانۍ چې په 9 مئي 2023 بريد شوې ؤ۔ وزیرِ اعظم له به د ریډیو پاكستان په ودانۍ ، ریكارډ او نشریات ته رسيدلې زيان او د بحالۍ كارونو په اړه بريفنګ وركولې شي۔ وزیرِ اعظم به ګورنر هاؤس ته هم ځي چرته به چې هغه ته د امن و امان په اړه بریفنګ وركولې شي۔د خېبر پښتونخوا سیاسی قیادت سره به هم وزیرِ اعظم ملاقات كوي۔
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ