ګوادر 03 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پیټروليم مصنوعات بيعه له مجبورۍ زياته كړې شوې ٬ 8 كروړه غريبانانو ته د ګرانۍ اثرات څخه بچ كېدو لپاره به مالي مرسته وركولې شي٬اشرافيه له به هم اوس قربانۍ وركول وي٬پېل به د خپل ځان څخه كوم٬ايسټ بے ايكسپرېس وے رغونې سره به ګوادر نېشنل هائي وے سره وتړلې شي٬په ګوادر كښې د برېښنا كمے پوره كولو لپاره اقدامات كېږي او د اوبو شته والے به باوري كولې شي٬د بېنكونو د لارې به سولر پينل وركولې شي٬د ګوادر يونيورسټۍ لپاره به فنډ بېلولے شي٬دوه زره كبان نيونكو كورنيو له به د بېړو انجڼې وړيا وركولې شي٬د بلوچستان 5 لكه اضافي كورنۍ او د ګوادر ټولې كورنۍ به بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې شاملولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايسټ بے ايكسپرېس منصوبې پرانستې دستورې ته وېنا كښې وكړه۔په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو٬ د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬احسن اقبال٬شاه زين بګټي٬اسعد محمود٬په پاكستان كښې د چين سفارت ناظم الامور پانګ چن ژي او نور چارواكي هم موجود وو۔دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ما په ګوادر كښې د پرمختيائي پروژو څارنه كړې٬د ګوادر هوائي مېدان د چين حكومت په ګرانټ سره جوړېږي٬ايسټ بے ايكسپرېس وے بشپړه شوې۔ دې سره به ګوادر نېشنل هائي وے تړلې شي چې ورسره به د سامان وړل راوړل آسان شي۔ ده ووئېل په ګوادر كښې د يو ډي سيلينشن پلانټ انتظام هم شوے٬د درملنې لپاره به روغتون جوړولې شي دغسې د ګوادر 3200 كورنيو لپاره به په لمر چلېدونكي سولر پينل وركولې شي٬زمونږ امنيتي ادارې چينائي وګړو له امنيت وركولو له خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔وزيراعظم ووئيل ما د يوې غونډې مشري كړې چې پكښې د پرمختيائي كارونو جاج اخستلے شوے٬تر دغه وخته په پرمختيائي پروژو د كار رفتار د ډاډ وړ نه ؤ ٬د ګوادر هوائي مېدان تراوسه نه ده بشپړه شوې٬د دې د بنياد تيګه په 17-2018 كښې اېښودلې شوې وه٬ ده ووئېل د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيانګ دې لپاره د ډالۍ په توګه ګرانټ وركړے ؤ ٬په ګوادر كښې د څښكلو اوبه په ښه ډول نه وركړې كېدې او اوس وئېلې شوي چې پخواني پائپونه بدل كړے شوي٬دا هم وئېلې شوي چې د اوبو په پانګو كښې كمے هم راتللے شي٬ دې لپاره د ډي سيلينشن پلانټ به لګول وي٬ وزيراعظم ووئېل افسوس په دې خبره دے چې په اربونو روپۍ خرڅ كړے شوي خو د اوبو مسئله حل نه شوه٬كه وړاندې ډي سيليېشن پلانټ لګولے شوے ؤ نو هر يو كور ته به اوبه وركړې شوې وې دغسې په ګوادر كښې د برېښنا كمي هم يوه مسئله شته ٬ ده ووئېل د ايران څخه ټرانسمېشن لائن غزولو كښې څو كلونه تېر شول مونږ خپل اهداف مقرر كړي٬ په دې لړ كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ته سپارښتنه شوې چې د اړوندو وزيرانو او افسرانو سره غونډه وكړي او د هرې منصوبې بشپړولو لپاره وخت وټاكي
د پیټروليم مصنوعات بيعه له مجبورۍ زياته كړې شوې ٬ 8 كروړه غريبانانو له د ګرانۍ اثرات څخه بچ كېدو لپاره به مالي مرسته وركولې شي٬اشرافيه له به هم اوس قربانۍ وركول وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف ګوادر كښې وېنا
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال