اسلام آباد۔17جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې حكومت سياسي ګوندونو سره خبرې غواړي خو اپوزيشن په خپلو مقدمو كښې د ريليف نه غېر په كومه بله موضوع خبرې كول نه غواړي، مونږ انتخابي اصلاحات ٬ عدالت او د احتساب په نظام كښې اصلاحات كول غواړؤ كوم چې د اپوزيشن نه غېر ممكن نه دي۔ د ن لیګ او پیپلز ګوند كرپټ مشرتابه په خپلو مقدمو كښې د ريليف نه غېر په بله كومه موضوع خبره كول نه غواړي۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې هغه ووئيل كه نون ليګ د شريف كورنۍ نه ځان جلا كوي نو دا به يو مثبت پېشرفت وي، سياسي ګوندونو له به د اخلاقي او مالي كرپشن سره مخ مشرتابه بدلول وي۔ هغه ووئيل نواز شريف په هر سخت وخت كښی كارمندان ځانله پرېښودلو سره لندن كښې پناه اخستې ده٬ د داسې لارښود كوم عزت نه پاتې كېږي۔
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔