اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي پاكستان تحريك انصاف خپل درې كلن پروګرام كښې د اولس خېر ښېګړې لپاره ګرد هېواد كښې پورته كړې شوې اقداماتو صحت انصاف کارډ، کامياب جوان پروګرام، احساس کفالت پرګرام او کاميابۍ بيانيې سره آزاد کشمير ته تللي وو، بلخوا په آزاد کشمير كښې د پرله پسې دړكو، تورونو او د هند په ژبه خبرې كولو نه سېوا بل كوم پروګرام په انتخابي كمپائن كښې نه دې وركړے شوے او اوس د خپل وزيراعظم، د خپل الېکشن کمېشن او د ټولې انتظاميې لګولو باوجود په الېكشن كښې د وړاندې نه د ټګۍ چغې وهي، د جولائي 25مه نيټه به په آزاد كشمير كښې لمر د پاكستان تحريك انصاف د كاميابۍ زيري سره څيره وهي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور سره په پي آئي ډي خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع ده وو??يل وزيراعظم عمران خان په هر نړيوال فورم د كشمير مسئله رامخې ته كولو سره د هند هندتوا نظريه بې نقابه كولو لپاره كردار لوبوي او د آزاد کشمير مېړني اولس چې د خپل سفير كوم تود هركلے كړے او د كومې مينې چې ئې څرګندونه كړے په ھغې ورته پېرزوينې وړاندے كوٶ۔ ده وو??يل د كومې مينې چي دوي څرګندونه كړې په اصليت كښې دا دوي د عمران خان او تحريك انصاف په حق كښې پرېكړه اورولې ده۔ مراد سعيد وو??يل مونږ په كشمير كښې انتخابي كمپائن پېل كولو له تللي وو خو كومه مينه چې راكړې شوې د دې نه ثابته شوې چې دا د كمپائن پېل نه بلكې د تحريک انصاف په كانديدانو د باور څرګندونه ده۔ مراد سعيد وو??يل د ګېلپ آف پاکستان پشمول نورو ادارو خپل رپورټس كښې هم پاکستان تحريك انصاف خوښ ګوند او وزيراعظم عمران خان مقبول لارښود ګرځولے دے٬ په ټاكنو كښې به تحريك انصاف اكثريت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ راجه فاروق حېدر لندن څخه ډکټيشن اخستو سره په آزاد کشمير كښې د اړي ګړي خپرولو هڅې كوي، فاروق حېدر خپل دور كښې د نواز شريف د کرپشن ملاتړ كولو نه سېوا هېڅ نه دي كړي۔ ده وو??يل ابو بچاٶ كمپائن سره راغلې په آزاد کشمير كښې شور كوٶنكو كشمير كاز لپاره هېڅ نه دي كړې او اوس د ټي وي ټي وي لوبې كوي، جندال او مودي سره د دوستۍ پالونكو د ساړهو د ډالو تبادلې كړي خو په ډيلي كښې د حريت مشرانو سره د ملاقات نه ئې سرغړونه كړې۔ مراد سعيد وو??يل نواز شريف خپل دور كښې هم د کلبھوشن نوم قدرې په خله اخستل ګوارا كړې نه دي ځكه چې د دوي كاروباري اړيكو او دوستۍ ته زيان رسېدو او هم دا سبب دې چې دوي د پاكستان سفير هم د هند په ضد د خبرو نه من?? كړې د كوم چې د پاكستان پخوانو سفيرانو خپلو مركو كښې په ډاګه اظهار كړې دے۔ مراد سعيد وو??يل د آزاد کشمير وزيراعظم او وزيران د ( ن) ليګ دي، اليکشن کميشن او او عمله د آزاد کشمير حکومت ده او بيا هم ھغوي د الېكشن نه وړاندې د ټګۍ شور كوي ۔ مونږ خو وړومبې وئيلي ٶ چې د دوي مقصد الېكشن نه اړې ګړې خپرول دي او دا كار ھغوي كړې دې۔ وفاقي وزير وو??يل وړومبې دړكې وركړي٬ بيا اړې ګړې او د ټګۍ چغې ووهي ۔ دا د دوي پخوانې طريقه ده۔ ده وو??يل د پي ټي آئي د وزيرانو لارې نيولې شوې٬ زمونږ په وزيرانو او كاركنانو ډزې وشوې او د بنديزونه د لګولو خبرې هم كېږي۔ مراد سعيد وو??يل بايد بلاول بھټو شرم وكړي عمران خان امريكې ته د اډو وركولو نه انكار كړې او ھغه سي وي سره امريكې ته تخښتېدلې، بلاول دې ووائي چې جعلي بېنك اكاٶنټس چرته چرته دي؟ او آصف علي زرداري ولې د ډرون بريدونو اجازه وركړې وه؟ ده وو??يل کشميريان به هېڅكله د وطن فروشو ملګرتيا ونه كړي٬ چا چې زمونږ په هېواد پسې بدې ردې وئېلې دي اشهتاري نواز شريف ھغوي سره ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع ده د سفيرانو د مركو ويډيوز هم وښودلې كومو كښې چې سفيرانو وئيلي دي چې نواز شريف د هند په ضد د خبرو نه من?? كړې وو او كشمير او پاكستان ته د دوي د پاليسۍ نه هېڅ ګټه نه ده رسېدلې خو د دوي ذاتي كاروباري اړيكې ضرور زياتې شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل په علي امين ګنډا پور ډزې شوي او تور لګولې شوې چې علي امين ګنډا پور كړې، تاسو ډزې كوئ ٬ په كاڼو ويشتل كوۍ او تورونه هم په مونږ لګوۍ٬ دا كوم انصاف دے كله چې په ډزو كښې زما ډرائيور ولګېدو او ژوبل شو او تېره ورځ هم زمونږ درې كاركنان ژوبل شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د وزيراعظم عمران خان د ريفرنډم كولو اعلان د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې٬ وزيراعظم وئيلي چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې به استصواب رائے لپاره ريفرنډم كېږي چې پكښې به كشميريان پرېكړه كوي چې ھغوي پاكستان سره الحاق غواړي يا هند سره پاتې كېدل۔ ده وو??يل د دې نه پس چې كله كشميريان پاكستان سره الحاق وكړي نو بيا به مونږ ريفرنډم كوو چې کشميريان آزاد پاتې كېدل غواړي يا پاکستان سره پاتې كېدل غواړي۔
مونږ د صحت انصاف کارډ، کامياب جوان پروګرام، احساس کفالت پرګرام د کاميابې بيانيې سره آزاد کشمير ته تللي وو
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania