اسلام آباد 01 اپريل (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان وئيلي دي چې ټول رجسټرډ او منظور شوي کورونا ويکسين په زړه پوري موثره دي، ويکسين مونږ د لوئے څښتن په فضل مونږ د ناروغۍ نه بچ كوي۔ کورونا وائرس له امله ماشومان دومره نه دي ځپلې شوي،د 80 كاله څخه د زيات عمر كسانو د مړيني شرح زياته ده، د هيلته ورکرز محفوظ ساتل زيات مهم دي ، د ويکسين 22 لکهه خوراکونه پاکستان ته راغلي ، پاکستان كښې 8 نيم لكهه ويکسين لګولې شوي ، حکومت غواړي چې ټولو وګړو له ويړيا ويکسين وركړي، موجودہ صورتحال ته کتلو سره داسي ښكاري چې د کورونا دريمه چپه به لا روانه وي، د سختي ناروغۍ څخه تقريباً 80 نه تر 90 يا 95 فيصده حفاظت تر هغه وخت ممکن نه دې تر څو چې د ويکسين دواړه خوراكونه لګولو نه پس دوه درې اوونۍ نه وي تېري شوي۔ د دې خيالاو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د کورونا وائرس دريمي چپې په مهال کيسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخي ته كيږي، ټولو هېوادونو كښې يو خاص شميره كښې ماشومان هم د كورونا له امله ځپلې شوي، ماشومانو كښې په عام توګه دا رنځ زيات نه وي، د کورونا وائرس درېمي چپې په مهال دا وائرس ماشومانو كښې تندۍ سره خپريدې شي
ټول رجسټرډ او منظور شوي کورونا ويکسين موثره دي، کورونا وائرس له امله ماشومان دومره نه دي ځپلې شوې، د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فيصل سلطان نجي ټي وي چينل سره خبري اتري
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia