اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان او چين ترمينځه د ورورولۍ تل پاتې 70 كلنه اړيكي د غوره سفارتي تړون څرګندونه ده۔ د تېرو 7 لسيزو په مهال د پاكستان او چين ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې د سيمه ايزو او نړيوالو ستونزو اغېز نه لرې قوي كېدو پلو روانې پاتې شوي ۔ پاک چین اقتصادی راهدارۍ دوه اړخيزه اړيكو لا ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كړے ۔ خارجه وزير د زيارت په ورځ د پاك چين سفارتي اړيكو 70 كلونو په بشپړېدو د يادګاري سكی اجراﺀ دستورې ته خطاب كولو۔ خارجه وزير د دستورې په كولو اسټېټ بېنك آف پاكستان له مباركي وركولو سره ووئيل د دې يادګارې سكې په زړه پورې ډيزائننګ او جوړولو په لړ كښې د پاكستان ټکسال كاركردګي د ستائنې وړ ده۔ د دې سكې ماليت 70 روپۍ اېښودلے شوے ۔ دا سكه د پاكستان او چين ترمينځه د ورورولۍ تل پاتې 70 كلنه اړيكو او د غوره سفارتي تړون څرګندونه ده۔ خارجه وزير ووئيل مونږ د كورونا وباﺀ خپرېدو مخنيوي په لړ كښې د چين د اخلاقي او مادي مرستې ستائنه كوؤ او د چين د مشرتابه او اولس مننه كوؤ۔ دې مرستې سره بې شمېره انساني ځانونه د ضائع كېدو نه بچ كړې شوي ۔ خارجه وزير ووئيل د چين پاكستان ترمينځه د آزاد تجارت لوظنامه د وزيراعظم عمران خان به كال 2019 كښې د چين دورې په مهال شوې وه په كومه چې د تېر كال جنورۍ اولنۍ نېټې نه عملدرآمد كېږي۔ هغه ووئيل د بېنكارۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له اسټېټ بېنك آف پاكستان فعاله كردار ترسره كوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل چين كښې پاكستاني كمرشل بېنكونه خپلې څانګې جوړوي
د پاكستان او چين ترمينځه د ورورولۍ تل پاتې 70 كلنه اړيكي د غوره سفارتي تړون څرګندونه ده۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاك چين سفارتي اړيكو 70 كلونو په بشپړېدو د يادګاري سكی اجراﺀ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha