اسلام آباد 29 جولائی (اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قر??شی وئيلي دي د مخالفې ډلې ګوندونه د خپلو خواهشاتو له مخې د نېب په قوانين كښې بدلون كولو سره ھغه غېر فعاله كول غواړي،د مخالفې ډلې د بدعنوانۍ مقدمو څخه د تښتېدو او د احتساب ادرو ختمولو خوب به ??له هم تعبير ونه مومي، دې لپاره ??غو?? د اوږدې مودې راهسې چغې سورې وهي٬ اوسنې حكومت د فرق نه غېر په احتساب باور لري او د احتساب په عمل به ??ه هېڅ صورت سودا ونه كړي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټي خپلو دورونو كښې د نېب په قوانين كښې بدلون نه دے كړے اوس چې كله نېب د دواړو ګوندونو مشرانو په ضد د بدعنوانۍ د كېسونو تحقيقات كوي نو ??غو?? غواړي چې دا اداره بنده كړے شي ۔ په فنانشل ایکشن ټاسك فورس (اېف اے ټی اېف) تبصرہ كولو سره خارجه وزير ووئيل حكومت په دې معامله قانون سازۍ لپاره د مخالفې ډلې ګوندونو په خاص توګه پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) ته بلنه وركړې ده، حکومت غواړي چې پاكستان د ګرے لسټ نه بهر شي او په وائټ لسټ كښې راشي٬ مخالفې ډلې له پكار دي چې د هېواد مفاد له د اېف اے ټي اېف په معامله قانون سازۍ كښې د حكومت ملګري??ا وكړي۔
مخالف ګوندونه د خپلو خواهشاتو له مخې د نېب قوانين كښې بدلون سره ھغه غېر فعاله كول غواړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن