اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د 22 كروړه اولس غوندې مونږ هم هيله لرو چې نېب به د قانون يو ډول اطلاق باوري كړي او د ادارې دننه څخه به د انتقام بوئ نه راځي٬ د بې وسو نيول او د طاقتور پرېښودو تاثر ختمېدل پكار دي ٬ نېب دې د چا د نيولو نه وړاندې د حقائقو جاج واخلي٬ قانوني تقاضې دې ترسره كړې شي او د ګرفتارۍ نه پس منسوب تورونه دې ثابت كړې شي ٬ د دغې نه پس د عدالتونو كار دے چې څوك خوشې كوي يا سزا وركوي٬ حکومت مي??يا سره تصادم نه غواړي او نه مي??يا سره ښكر ووهل د كوم حكومت لپاره ګټور وي٬ موجوده حکومت د مي??يا په آزادۍ پوخ باور لري٬ مير شکيل الرحمان د مي??يا هاٶس څښتن كېدو سره سره کاروباري شخصيت هم دے ٬ د ھغه نيول د كاروباري شخصيت په توګه دي٬ يو كس د مي??يا آزادۍ سره تړل د صحافتي اقدارو خلاف ورزي ده٬ كه د يو كس د ذاتي مالياتي مسئلو نېب تفتيش كوي نو دې سره حكومت هېڅ تعلق نه لري٬ صحافتي کاز د فرد واحد د مفاد نه زيات پرته وي۔ د جمعې په ورځ د پي آئي ډي په مي??يا سنټر كښې مي??يا ته د بريفنګ په مهال ډاکټر فردوس عاشق اعوا?? ووئيل د جنګ او جيو ګروپ د مالك مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ نه د مي??يا د لارې خبر شوې يم٬ صحافتي ورورولۍ سره تعلق لرونكي يو غړي د بلې صحافتي ادارې د غړې په ضد درخواست وركړې چې پرې حكومت هېڅ واك نه لري٬ د مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ په معامله د حكومت په ضد ډنډوره كېږي۔ دې ووئيل د وزيراعظم چغه د احتساب ده او ھغه د كرپشن نه پاك پاكستان غواړي٬ ۔ دې ووئيل د عمران خان په مشرۍ كښې آزادې ادارې په غېرجانبداره طريقه خپل كار كوي٬ پرونۍ پېښه كښې د نېب كردار د حكومت د پوزې پېزوان ګرځول او دا تاثر وركول چې حكومت د صحافتي ورورولۍ قتل كړې دا د صحافتي اقدارو خلاف ورزي ده ۔ خاص مرستيالې فردوس عاشق اعوا?? ووئيل د يوې ادارې د مالك په كاروباري او مالي معاملو كښې كېدونكې انكوائرۍ يا ګرفتاري مي??يا سره تړل او ھغه د حكومت په ضد د رائے وركولو سره تړل هم د صحافتي اقدارو نفي ده۔ دې ووئيل زه پوخ باور لرم كه نېب مير شکيل الرحمان صاحب په داسې تورونو نيولې وي چې له مخې ئې ھغه د وخت وزيراعظم څخه پلاټ اخستې او په ھغې پلاټونو كښې ئې وزيراعليٰ څخه رعايت غوښتې وي او ھغه ئې خپلې ګټې لپاره كارولې وي نو ھغه به تورونو ته مخ شي٬ كله چې دوه ډلې خپل موقف عدالت ته وړاندې كوي نو عدالت د حقائقو په بنياد پرېكړه كوي۔ دې ووئيل نېب چې د كومو حقائقو په بنياد د مير شکيل الرحمان ريمانډ اخستې مونږ هيله لرو چې نېب به كوټلې ثبوت رامخې ته كړي دغسې چې نېب موقف ته د آئي?? او قانون سرلوړي ترلاسه ش۔ دې ووئېل مير شکيل الرحما?? او د ھغه مي??يا ګروپ سره تړون لرونكي خبريالان دې هم په حكومت د تنقيد كولو په ځائ ثبوت عدالت ته وراندې كړي ځكه چې په عدالتونو هېڅوك شق نه كوي٬ جيو او جنګ ګروپ له هم عدالت څخه دا هيله لرل پكار ده۔ دې ووئيل د مير شکيل الرحمان د ګرفتارۍ پېښه حكومت يا وزيراعظم سره تړل د صحافتي اقدارو نفي ده٬ كه تاسو ګڼۍ چې تاسو سره زياتې شوې نو تاسو په دې خپل موقف خامخا وړاندې كړې خو د حكومت موقف هم واورۍ ځكه چې دا د مي??يا صحافتي ذمه واري ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوا?? ووئيل نېب حكومتي نه بلكې آزاده اداره ده٫ هيله لرو چې عدالتونه به د آئي?? او قانون په رڼا كښې د ثبوتونو په بنياد پرېكړه وكړي۔
د 22 كروړه اولس غوندې مونږ هم هيله لرو چې نېب به د قانون يو ډول اطلاق باوري كړي او ادارې نه به د انتقام بوئ نه راځي
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون