اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پېښور مئير په ټاكنو كښې د رد شويو 23113 رايو حواله وركولو سره وئيلي دي د دې ټاكنو څخه واضحه شوې چې د بدلون مخالف د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت ولې كوي، د انتخابي نتيجو له مخې د جے يو آئي كانديد د 12087 ووټونو په فرق د پي ټي آئي كانديد نه ګټلې خو په دې ټاكنو كښې د رد شويو ووټونو شمېره 23113 ده. د شورو په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو نتيجو يو ځل بيا د ډبل سټېمپنګ او نورو وجوهاتو له امله د رد شويو ووټونو د مسئلې اهميت رامخې ته كړې دې۔ ده ووئيل د كال 2013م په ټاكنو كښې د جوډيشنل كميشن په رپورټ كښې هم دا خبره رامخې ته شوې وه. وزيراعظم ووئيل د بدلون مخالف ځكه د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت كوي چې دوي د مخالفو ووټونو د رد كولو لارې ګودرې پیژني. وزيراعظم په ټويټ كښې د پېښور مئير د ټاكنو انتخابي نتيجې هم شيئر كړې چې له مخې ئې د جے يو آئي ف كانديد په دې ټاكنو كښې 63610 او د پي ټي آئي كانديد 51523 رائې ترلاسه كړې دغسې د جے يو آئي ف كانديد د 12087 ووټونو په فرق بريالې شوے خو په ټاكنو كښې د رد شويو ووټونو شمېره 23113 ده.
د خېبر پښتونخوا بلدياتي ټاكنو څخه واضحه شوې چې د بدلون مخالف د الېكټرانك ووټنګ مشين مخالفت ولې كوي. وزيراعظم عمران خان خان
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون