اسلام آباد 20 دسمبر (ا?? پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو او د بهاولپور صوبې بحالۍ لپاره په ايوان كښې د پرائيوېټ بل راوړولو اعلان وكړو او وئېلي يې دي د سوئېلي پنجاب صوبه جوړول د واكمن ګوند لوظ ؤ ٬اوس دې حكومت وړاندې راشي٬خپل لوظ دې ت?? سره كړي٬اپوزېشن به په دې لړ كښې د حكومت ملګرتيا كوي۔د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د خواجه سعد رفيق د پروډكشن آرډر په جاري كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه۔ده ووئيل په پنجاب كښې چې كله ?? مسلم ليګ(ن)حكومت ؤ نو د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو او د بهاولپور صوبې بحالۍ لپاره قراردادونه منظور كړې شوي وو۔ ده ووئېل د ټاكنو كمپائن په مهال پي ټي آئي هم لوظ كړی ؤ چې سوئېلي پنجاب صوبه به جوړولې شي۔ده ووئيل ايوان كښې به پرائيوېټ بل راوړلې شي چې مقصد يې د سوئېلي پنجاب صوبې جوړول او د بهاولپور صوبې بحالول دي
په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو او د بهاولپور صوبې بحالۍ لپاره په ايوان كښې د پرائيوېټ بل راوړولو اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria