پېنډۍ ۔26مارچ (اے پی پی) پاكستان د زمكې څخه په زمكه د ويشتونكې “شاهېن ون” بېلسټك مېزائل كاميابه تجربه كړې ۔ شاهين ون بېلسټك مېزائل تر 900 کلومیټرهدف په كاميابۍ سره په نخښه كولے شي۔ د تجربې مقصد د وېپن سسټم بېلو ډیزائنونو او تېكنيكي پېراميټرز ته كتل وو۔ د آئي اېس پي آر له مخې ډائرېکټر جنرل اسټریټجک پلانز ډویژن لېفټېننټ جنرل ندیم ذکی مانج ، چیئرمین نېسکام ډاکټر رضا ثمر ، کمانډر آرمی سټرټېجک فورسز کمانډ لېفټېننټ جنرل محمد علی، سانئسمدارو او انجینئرز د توغندي تجربه وكړه۔ ډائرېکټر جنرل اسټریټجک پلانز ډویژن په كاميابه تجربه كولو سائسمدارو او انجینئرز له مباركي وركړه۔ صدر ، وزیر اعظم ، چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټي او سروسز چیفس هم په كاميابه تجربه سائنسمدارو او انجینئرز له مباركي وركړې ده ۔
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ