كراچۍ 23 مارچ (اے پي پي) د قائد او اقبال فكر د لارې مشال جوړولو نه ځانله پرمختګ ممكن نه ده۔د نننۍ ورځ د قامي تاريخ يوه زرينه او د وفا د لوظ پخلي ورځ ده٬دا ورځ د پاكستان په تاريخ كښې د مهم سنګ ميل حېثيت لري٬زمونږ وطن د لوے څښتن لخوا مونږ ته د راكړې شوي د كوم نعمت نه كم نه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه د پاكستان تحريك انصاف لارښودو او د اسمبلۍ غړو د پاكستان ورځې په موقع خپلو جلا جلا پیغامونو كښې وكړه۔ په سنده اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي پارليماني لارښود بلال غفار په ټوېټر خپل پېغام كښې ووئيل 23 مارچ 1940 پاكستاني اولس لپاره ډېره مهمه ورځ ده٬د پاكستان مؤسس قائداعظم د پاكستان تحريك ته يو پليټ پام وركړو٬د سندھ اسمبلۍ پي ټي آئي غړي راجه اظهر خپل پېغام كښې ووئيل د قائداعظم د هڅو په بركت نن مسلمانان پاكستان كښې آزادۍ سره ژوند كوي٬مونږ له به د دې هېواد په تېر وخت د نظر اچولو سره د دې سباؤن روښانه جوړول وي۔د سنده اسمبلۍ يو بل غړي رياض حېدر ووئيل 23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ زرينه ورځ ده٬د پاكستان ورځ لمانځلو سره به مونږ له په خپلو صفونو كښې اتحاد٬نظم و ضبط پېدا كول وي
د قائد او اقبال فكر د لارې مشال جوړولو نه ځانله پرمختګ ممكن نه دے٬د پي ټي آئي لارښودو د پاكستان ورځې په موقع پېغامونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج