اسلام آباد 05 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شب??ی فراز وئيلي دي كابینې ته وئيلې شوي لاك ډان كښې نرمي كولو په اړه د ټولو صوبو په ??شاورت به (نن) د شورو په ??رځ پريكړه كولې شي ، پبلك ټرانسپورټ سره سره به پاتې څانګې مرحلہ وار پرانستلې شي، كابینې د دې خبرې پخلے وكړو چې د هند د اړخه مقبوضه كشمیر كښې د 05 اګست جارحانه او يو اړخيزه اقدام نه پس د حكومت د اړخه د هند څخه د ټولو څيزونو په درآمد بنديز لګولې شوے خو د ژوند بچ كولو داروګان دې څخه مستشنیٰ ګرځولې شوي، وفاقی كابینې هيواد كښې د جوړو شوو هینډ سینی ټائزر او د وريژو برآمد كولو ، د وزیرِاعظم پاكستان كورونا ریلیف فنډ په اړه د حكومت پاكستان، اخوت پاكستان او اخوت یو اېس اے ترمينځه د مفاهمت یاداښت او اقليتونو لپاره د قامی كمیشن تشكیل نو باضابطه منظوری وركړې ده ، پیپلزپارټی او مسلم لیګ (ن) سیاسی ګټې لپاره بیان بازی كوي، اوسني صورتحال كښې بايد اپوزیشن د همغږۍ څرګندونه وكړي، ما د كورونا ټیسټ كړے كوم چې نیګیټو راغلے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د نهې په ??رځ د وزیرِ اعظم عمران خان په ??شرۍ كښې د وفاقی كابینې غوندې نه پس ميډيا ته بریفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل وزیرِ اعظم عمران خان د انفارمیشن ټیكنالوجی وفاقي وزير امین الحق ته په ??ابینه كښې هركلې وئيلې۔ وزیراعظم عمران خان په غونډه كښې د ټولو وزيرانو تجاویز واوريدل، وزیراعظم د ټولو په ??شاورت سره پريكړې كوي۔ دغسېكابینې په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې وفاقی وزيران ، وزراﺀ مملكت، صلاحكاران او خاص مرستيالان به د يوې مياشتې تنخا په ??وویډ ریلیف فنډ كښې عطیه كوي۔ده ووئيل د غونډې په ??يل وزیرِ اعظم انتخابی اصلاحات په اړه د پیشرفت جاج واخست۔ غونډې ته ووئيل شول اصلاحات لپاره د جوړې كميټۍ د اړخه سفارشات د قانون وزارتِ ته ليږلې شوي ۔ وزیرِ اعظم ووئيل پاكستان تحریك انصاف انتخابی عمل په بشپړه ډول بې پرې او سپيځلې كولو باندې باور لري او په ??وم نظام او عمل چې د اولس باور وي۔ ده ووئيل انتخابی عمل كښې اصلاحات د پی ټی آئی د ایجنډې مهمه برخه ده لهذا دې ته حكومت خاص پام لرنه كوي۔ د وزیرِ اعظم سپارښتنې تر مخه كابینه ډویژن د اړخه تير حكومت كښې د كابینې د منظورۍ نه غير خلاف ضابطه كوونكې اعلیٰ تعیناتۍ تفصیلات كابینې ته وړاندې كړې شوي۔ كابینې ته ووئيل شول مختلف ډویژنز د اړخه تر اوسه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې 7 ډویژ??و كښې 76 تعیناتۍ د ضابطې خلاف شوي۔ د كابینې په سپارښتنه په دې اړه د ټولو وزارتونو څخه معلومات ترلاسه كولو نه پس به د كابینې غونډې ته وړاندې كولې شي۔ د كابېنې غونډې په اړه سېنېټر شبلې فراز ووئېل كابینې ته د كریمینل جسټس سسټم كښې روان اصلاحات په ??یش رفت هم تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیر اعظم سپارښتنه وكړه چې د كریمینل جسټس سسټم ټول اړخونه او اصلاحاتی عمل په ترجیحاتی بنیاد بشپړ كړئ۔ ده ووئيل د قانون عمل داری باوري كولو ته اړټيا ده دغسې چې د انصاف نظام نه ټولې خرابۍ لرې كړې شي۔ وزیر اعظم د قانون وزیرِ ته سپارښتنه كړې چې دا عمل په 6 مياشتو كښې بشپړ كړئ۔ده ووئېل تھاڼې په ??اډل پولیس اسټیشنز بدلولو او ټیكنالوجی معارفي كولو په اړه د پیشرفت څخه هم غونډه خبر كړې شوه۔ ده ووئيل كابینه بهر هيوادو??و كښې د ميشته پاكستانيانو لپاره د سهولت كارۍ په حقله د كابینې په ??ريكړو د عمل درآمد پیشرفت څخه هم خبر كړې شوه۔ غونډې ته د كابینې د اړخه تر اوسه د شوو پريكړو عمل درآمد تفصیلی راپور وړاندې كړې شو۔ تر اوسه د كابینې په 81 غونډو كښې 1630 پريكړې شوي چې پكښې په 1396 (86فیصده) عمل درآمد شوے دغسې په 114 (7فیصده) عمل درآمد شوے۔ د كابینې سپارښتنې له مخې د هند څخه د درآمد كیدونكو داروګانو تفصیلات كابینې ته وړاندې كړې شول۔ كابینې د دې خبرې پخلې وكړو چې د هند سركار د اړخه مقبوضه كشمیر كښې د 05 اګست جارحانه او يو اړخيزه اقدام نه پس حكومت هند څخه د ټولو څيزونو په درآمد بنديز لګولے خو د ژوند بچ كوونكې داروګان د بنديز څخه مستشنیٰ ګرځولې شوي۔ دغسې كابینې په ??وډ او نان فوډ آئیټمز مشتمل 61 څيزو??و كمپلسری سرټیفیكیشن مارك سكیم كښې د شاملولو په تجويز د غور كولو سپارښتنه وكړه چې په دې لړ كښې د تجارت وزارت او اسټیك هولډرز سره به مشاورت كولې شي۔ سېنېټر شبلې فراز ووئېل كابینې د پاكستان آډټ اینډ اكاؤنټس سروس ګریډ بیس افسر نوید اصغر چوهدری ممبر فنانس واپډا د لګولو منظوری هم و??كړه۔ د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل كابینې د اقليتونو لپاره د قامی كمیشن تشكیل نو باضابطه منظوری وركړې۔ كابینې كورونا وائرس په تناظر كښې اولس له ریلیف وركولو په اړه د وزیرِاعظم پاكستان د كورونا ریلیف فنډ په اړه د حكومت پاكستان، اخوت پاكستان او اخوت یو اېس اے ترمينځه د مفاهمت یاداښت منظوری هم و??كړې۔ د دې مفاهمتی یاداښت په سوب به اخوت بهر هيوادو??و كښې ميشته پاكستانیانو څخه وزیرِ اعظم كورونا ریلیف فنډ په اړه عطیات راجمع كولې شي۔ په غونډه كښې د كابینه كمیټۍ د 30اپریل 2020 په غونډه كښې د شوو پريكړو توثیق وكړو۔ده ووئېل دغسې كابینې هيواد كښې د جوړو شوو هینډ سینی ټائزر برآمد منظوری هم و??كړې او دا منظوری به هغه برآمدكندګان له وركولې شي كوم چې د هینډ سینی ټائزر زيات مقدار كښې لري۔ كابینې هيواد كښې د وريژو مقدار او طلب جاج اخستو سره پريكړه وكړه چې هيواد كښې وريژي په زيات مقدار موجود دي لهذا كابینې د وريژو برآمد كولو اجازه وركړه۔ د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر كورونا وائرس صورتحال په اړه كابینې ته بریفنګ وركړو۔ كابینې ته ووئيل شول الحمد للہ پاكستان كښې د كورونا صورتحال د نورو هيوادونو په ??قابل كښې ښه دے۔ كابینې ته ووئيل شول لاك ډاؤن كښې د نرمي كولو په اړه تجاویز له د صوبو سره مشاورت روان دے۔ (نن) د شورو په ??رځ به د كورونا په اړه غونډه كيږي چې پكښې به ټول اعلیٰ وزيران ګډون كوي۔ د سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر كابینه د مستحقو كسانو مع??ون?? په اړه د پیشرفت څخه خبر كړه۔ كابینې ته ووئيل شول په تېر دور كښې د ډیټا بیس 40 لكهه كسانو سره سره په اوسني دور كښې د 80 لكهه كورنيو اضافه شوې كومو ته چې د احساس پروګرام ترمخه مالی مع??ون?? وركړې كيږي۔ دې ووئيل د هيواد د د تاريخ تر ټولو لوئې پروګرام احساس ایمرجنسی كیش پروګرام دے كوم چې په بشپړه ډول د ميرټ په بنياد چلولې شي۔ وزیرِ اعظم د كابینې غونډې ته ووئيل كورونا په اړه حفاظتی اقدامات كښې به هيڅ ډول بې غوري نه كېږي ۔ ده ووئيل د حكومت د اړخه چې د كومو كاروباری هلو ځلو اجازه وركړې شوي په ??غې كښې دې په حفاظتی اقدامات عمل درآمد باوري كړې شي۔ ده د كابینې غړو ته سپارښتنه وكړه چې په اېس او پیز عمل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وفاقې وزير سېنېټر شب??ی فراز د ميډيا د پوښتنو ځواب وركولو كښې ووئيل پیپلزپارټی او مسلم لیګ (ن) اوسني صورتحال كښې سیاسی ګټې لپاره بیان بازی كوي۔ شهباز شریف نیب رابللې دے كومه چې يوه قانوني ادارہ ده ، د مریم اورنګزیب بیان څخه دا تاثر راپیدا شوے چې هغوي د قانون څخه بالاتر دي او قانون ته وړاندې كيدو سره هغوي دا خپله بې عزتی ګڼي۔ده ووئېل هغوي د جمهوریت دعویدار دي حالانكه د هغوي سوچ د بادشاهت عكاسي كوي۔ سنېتېر شب??ی فراز ووئيل پیپلز پارټۍ په ??ول هيواد كښې حكومت ؤ او اوس په سندھ كښې محدود شوې كه دغسې صورتحال ؤ نو دا به تر لاړكانه محدود شي۔ ده ووئيل وزیراعظم غواړي چې پبلك ټرانسپورټ سره سره پاتې څانګې هم مرحله وار پرانستلې شي دغسې چې بی روزګارو او غریبانو ته د ديهاړۍ موقع په ??اس ورشي۔ دا يواځنې جنګ دے كوم چې مونږ په ??ورو??و كښې په ??استه ګټلې شو۔ وفاقی وزیر شب??ی فراز ووئيل مونږ له به په احتیاط او قواعد او ضوابط سختۍ سره عملدرآمد باوري كول وي ، احتیاط نه كولو په صورت كښې دا رنځ بيا هم خپريدې شي كوم به چې يو خطرناك صورتحال وي۔ میډیا دې په دې اړه د خبرتيا پيدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ما د كرونا ټیسټ كړے كوم چې نیګیټو راغلے دے۔
د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز د وفاقی كابینې غونډې نه پس میډیا ته بریفنګ
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ